قریشي: نړۍ پوهېږي چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره کار کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، د سیمې او افغانستان د امنیت لپاره هڅې نه سپموي او اوس نړیوال هم په دې اعتراف کوي چې پاکستان د افغانستان سولې ته کار کوي.

قریشي چې له رسنیو سره یې خبرې کولې وویل « په افغانستان کې د نوي حکومت له پیل څه موده وروسته امریکا خپله پالیسي اعلان کړه چې پاکستان پکې د افغانستان د خراب امنیتي وضعیت مسئول بلل شوی وو، خو موږ  د افغانستان د امنیت لپاره ډېر کار کړیؤ له دې هیواد سره  په پوله پرتې سیمې مو تصفیه کړې او هلته مو امن راووست».

نوموړي زیاته کړه « نړۍ اوس ویني چې پاکستان د افغانستان سولې ته کار کوي، په افغانستان کې ناکراري مختلف اړخونه لري خو پاکستان په خپل ټول توان د کابل د سولې لپاره زیار باسي».

د قریشي په قول، عمران خان د خپل سفر په ترڅ کې امریکایي ولسمشر ته د پاکستان دسفر بلنه ورکړې او د ټرمپ له لوري منل شوې هم ده.

قریشي داسې مهال د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د هڅو ادعا کوي، چې ددې هیواد لومړی وزیر وایي، اسلام اباد ته به له راګرځېدلو سره سم له طالب مشرانو سره ګوري او هغوی به قانع کوي څو د کابل له حکومت سره رسمي مذاکرات وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دپاکستان اوسنۍ حکومت دعمران خان ترمشرۍ لاندی دنوازشریف اودزرداری دحکو متوسره ډیرفرق لری آیااشرفنی اوکرزی ټرمپ ته داخبره کړی ده یایی کولای سی لکه چه عمران خان ټرمپ ته وویل چه دافغانستان جنګ هیڅ قدرت ندۍ ګټلۍ او ټرمپ یی په تائید سروښوراوه نوعمران خان دافغانستان دملت واقعی دوست دۍ تراشرفغنی ملحداوکرزی خودپرسته.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

اجمل
میلمه
اجمل

ته څنګه وایی چی عمران خان د افغانستان د ملت واقعی دوست دی. لعنت د پر هغه ښه پاکستانی شی. پنجابی هیڅ کله د افغانستان دوست کیدالی نشی. پاکستان هیڅکله هم یو قوی افغانستان خپل سنګ ته تحمل کولای نشی پدی پوه شه او یابه څه د ای اس ای غړی یی چی دا خبره کوی.

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

بی بخته ته اول دونه ناخبره یی چه عمران خان نیازۍ پښتون دۍ پنجابۍ ندۍ

ممحمد نبی
میلمه
ممحمد نبی

پدی خپلو خبرو لږ هم شرم نه درځی؟

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

قریشی ساب!
نړۍ څه چی حتی د مریخ اوسیدونکی لا پوهیږی چی پاکستان د افغان د سولی لپاره کار کړی دی او کوی ئی او و به ئی کی
خو ستا او زموږ او د نړی ستونزه دا ده چی (سوله) مو د ( مفهوم) په اصلی جامه کی نه ده تعریف کړی.

اجمل
میلمه
اجمل

بالکل ټوله دنیا پوهیږی چی افغانستان مو تباه کړه الله مو تباه کړه. نړی پدی هم پوهیږی چی دا ټول ترهګر په پاکستان کی ترنینګ کیږی او بیا دلته افغانستان ته د تخریب کاری او انتحار لپاره رالیږل کیږی.