عزیز الله فضلي ګوښه او پرځای یې د کرېکټ بورډ نوی رئیس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي له دندې ګوښه شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله ټويټر او فیسبوکپاڼه خبر تائید کړی چې فرهان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ د غړي او نوي رئيس په توګه وټاکل شو.

عزیز الله فضلي چې له یو کال کمه خو ستونزمنه موده یې د کرېکټ بورډ مشري وکړه د کرېکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې له کډون وروسته له دندې ګوښه کړل شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ نوی رئيس فرهان یوسفزی د کرېکټ بورډ د غړو له خوا د نوي رئيس په توګه ور وپيژندل شو.

په تېرو څلورو کلونو کې له نسیم دانش، عاطف مشعل او عزیز الله فضلي وروسته فرهان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ څلورم رئیس په توګه ټاکل کیږي چې د نورو بورډونو په کچه خورا کم پېښیږي.

عزیز الله فضلي د تېر ۲۰۱۸م کال په ستمبر میاشت کې د کرېکټ بورډ عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی و چې له یو کال په کمه موده کې له دندې ګوښه شو، د نوموړي په یاده کمه موده کې افغان کرېکټ له یو شمېر ستونزو سره مخ شو چې په کې د لوبغاړو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کېدل یې ستره ستونزه وه.

د نړیوال جام تر پیلېدو وړاندې د لوبډلمشر په توګه د ګلبدین نائب تر ټاکل کېدو او په دغه جام کې د افغان لوبډلې لخوا د ټولو لوبو تر بایللو وروسته پر فضلي او ملي لوبډلې باندې نیوکې زیاتې شوې.

په روانه میاشت کې د افغان کرېکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئیس اسدالله خان هم له دندې لیري، پر ځای یې لطف الله ستانکزی وټاکل شو او تر هغه وروسته ګلبدین نائب تر شاوخوا درې میاشتو لوبډلمشرۍ وروسته له دندې لیري او پر ځای یې راشد خان د ملي لوبډلې په ټولو فارمیټونو کې لوبډلمشر وټاکل شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د