شعـــــرونه

معاصر نمرود

جابر کندهاری

کشر نمرود دی، څه ته فکر څه ته پام نه لري

مشر نمرود به یې هېر کړی وي چې وام نه لري

جګړه څو ورځو کې را نغاړي، هسې لاپې وهي

کنه، د سره د جګړې نور اهتمام نه لري

دا زمزمه د دوی یاران ځان سره غلې وایي

د دې جګړې مثال برلین او یا ویتنام نه لري

د خپل سوالګر په حال خبر نه دی کچکول ګرځوي

امن په سوال غواړي غریب بل یو مرام نه لري

راځه له سره به د مټو ازموینه وکړو

کوم یو به زیان د برخلیک او د انجام نه لري

مات مات هډونه یي ورک شوي دي زموږ په غرو کې

د یاد د څلو نه یې نور هیلې قام نه لري

هغه چې پوزه یي وي پرې بیا هم چاړه یادوي

جابره دا خلک به شرم تل مدام نه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x