نظــر

 ټرمپ پټه کینه څرګنده کړه

حماد سلطاني 

دامریکا بي مسئولیته او مغرور ولس مشر( ټرمپ) غیر مسؤلانه څرګندوني هغه څه په ډاګه کوي چې دوي ئې په خپلو تورو زړونو کې پټ ساتلي.

دا دقرآنکریم وینا دی چې  کله کله ددوي دزړه خبره په خولي راځي، او دا هم دقرآنکریم هدایت دی چې کله هم دوۍ  ستاسو دوست او خیر خوا نه شي کیدی تر هغه چې ددوي تابع داري ونکړئ.

دنیواکګرو په تورو زړونو کي توره کینه ددي غمازي کوي چې دوي دافغانانو په ټول وژني نه خفه کیږي اونه دشرم احساس کوي.

دتور  زړه مالک ټرمپ له څرګندونو ممکن شیطان هم د حیرت احساس وکړي، خو زه د دنیا پرمخ تللو هیوادونو واکمنو، سیاسي ککریو او مدني ټولنو ته  وایم چې تاسو دټرمپ څر ګندوني نه دي اوریدلي ؟ ، که پري
سترګې پټوئ ؟، دجنګي لیونتوب حد ئې نه معلوموئ که احساس مو مړ شوی ؟.

ایا دا څرګندوني د دجنګي جرمونو په لیکه کي نه راځي؟

دا دټول وژني یوه مضمره قومانده نه د ی؟

نه، بلکه تاسو په هر څه پوهیږئ ولې جرأت نه لري ، له تاسو هغه وخت هم هیر نه دی چې امریکا د افغانستان په یو کلیواله سیمه کي دبمونو مور ته انفجار ورکړ تاسو دهغه قربانیان هم له یاده وویستل او په دي وحشت موسترګي پټی کړې، تاسو احساس کوئ چې دافغانستان قباله دټرمپ سره دی، نه داسي نه دی بلکه دافغانستان هر بچی  دخپلو نوامیسو ساتنه په خپلو سرونو کوي او دهر تیري کونکي په مقابل کي دزمري په شان ودریږي.

زما هیله له خپلو هیواد والو…

مونږ افغانان نور باید له چا طمعه ونکړوو اونه باید په تاتا او ماما پسي وګرځو، په یوه خوله او یو حرکت  دنیواکګرو په خلاف  هر څه چې په اختیار کي لرو مقابله وکړو او ددي بدنام نومه ، ځان  وژغورو.

دافغانستان تش په نامه واکمنو!

که غواړئ تاریخي نوم تر لاسه کړئ او راتلونکي نسل ته یو بیلګه شئ همدا مو وخت او شیبي دي دجهاد علم لوړ او د نیواکګرو په خلاف په لمړیو لیکو کې ودریږئ او تر هغه مقاومت وکړئ چې دنیواکګرو یو عسکر هم نه وي پاتي بلکې په خپل ایماني او افغاني غیرت په اشغالګرو داسي ناتار جوړ کړئ چې په هر سیمه او مرکز کې لاسونه ئې وتړئ او تر هغه به ئې بندیان ساتئ تر کومې چې سر تمبه او بې احساسه ټرمپ  دخپلو کړنو او وینا حساب نوي ورکړی او دا هم په یاد ساتئ که داسي مو وکړل دافغانانو تاریخ به په تاسو ویاړي، او په داسي صورت کې کولای شئ د تیرو اتلسو کلونو ټول غرامات (بشپړدیت، لوټل شوي معادن،وران شوي ودانۍ او نور ډیر مالي او پوځي تاوانونه) تر لاسه کړئ.

که داسي مو ونه کړل  دتیرو تالي سټو تاریخ  پرتاسو هم راتلونکی دی او دا هم په یاد ساتئ چې پرته له تاسو به هم افغانستان ازاد او خپلواک مقام تر لاسه کړي او مخ تور والی به تاسو او ستاسو نسل ته پاتي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

ښی چاری،
سلطانی ته،
د افغانستان سیاست مدارانو موږ عام ولس په ډیر ټرمپونو باندی خرڅ کړی یوو.لکه
تک تور پنجابی ټرمپ.
سپینه لنګی توره چپنه ایرانی ټرمپ.
شنی سترګی زیړ ویښتان روسی ټرمپ.
او د ټولو نه خطر ناک ټرمپ.(دولت او طالیب)
پریږده چه اصلی ټرمپ مو ټول افغانستان په ځای سره لوخړه کړی.نور موږ ستړی شوی یوو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x