
د امریکايي حماقت په وړاندې د طالب ډيپلوماتیک عقلانیت
عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی
دوه ورځې وړاندې امریکايي ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ګډه ناسته کې خبریالانو ته وویل چې:
((که دی وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي او د لس ميلیونه افغانانو په وژلو سره په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی.))
د ټرمپ د دغو څرګندونو په وړاندې ډیری افغان سیاست والو خپل غبرګون وښود او هغه یې د افغان درانه ولس په اړه د لیوني ټرمپ د مریض ذهنیت محصول وګڼلې.
دا چې په غیر مستقیم ډول د ټرمپ د دغو څرګندونو اصلي مخاطبین طالبان وو، هغوی یې هم په وړاندې غبرګون درلود، خو داسې غبرګون چې د ټرمپ له ټول حماقت او سفاهت سره سره هغه د استدلال او عقلانیت پر اساس بناء و.
طالبانو د هغه په ځواب کې د خپلې رسمي اعلاميې په ترڅ کې وویل:
((زموږ په نظر ښه داده چې ټرمپ د بې مسئولیته خبرو پرځای د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د ناکامه دريځونو او غیر عملي ادعاوو پرځای د منازعې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.))
که د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د طالبانو ځواب ته وکتل شي یقیناً چې د هغه هر توری د برلاسې دیپلوماسۍ او ښه عقلانیت پر اساس بناء دی.
د طالبانو په غبرګون کې دا ټکی په ښه مهارت ځای شوی چې امریکایان د ټرمپ په شمول د افغانستان جګړې ګنګس کړي، ځکه نو د خپل ګنګستوب له امله داسې څه وايي چې هغه یې د لار نور ګنګستوب لامل کیږي.
د نړۍ له نقشې څخه د افغانستان ورکول او د لسو ميلیونو افغانانو وژل هغه بد عزائم دي چې امریکایان او د هغوی لیونی مشر یې افغانستان او افغانانو ته لري.
هغوی تر اوسه هم د افغانانو او افغانستان د نابودۍ په اړه هیڅ نه دي سپمولي، خو له بده مرغه چې د دغو حاسدو لیونیانو دغه ناوړه عزائم د یو شمیرافغانانو لخوا د افغانستان د ترقۍ او خدمت په نوم تعبیریږي.
د ټرمپ د چټیاتو په وړاندې د طالبانو اعلامیه په تحمل، تعقل او استدلال ولاړه وه، نه ورکې بيځایه ګواښونه ځای شوي وو او نه هم لیوني ټرمپ ته نامناسب الفاظ.
چې دا هرڅه په اصطلاح د متمدنې امریکا د لیوني مشر په مقابل کې د طالب دیپلوماسۍ په پوخ والي، سنګینۍ او برلاسۍ دلالت کوي.