روغتیا

ګازي څښاک بله ګټه نه یوازې د سرطان بده ډالۍ درکولی شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): په عام ډول ګازي څښاک بې شمېره تاوانونه لري چې ځینې یې د چاغوالي ناروغي، شکر، زړه، پښتورګي، د وینې غوړ کمېدل، د وینې فشار لوړیدل، په ملا کې له اندازې زیات د غوړو راټولېدل او داسې نور یې ستر زیانونه ګڼل کیږي.

د یادو ناروغیو سربېره ګازي څښاک په تاسې کې د موده وروسته ناروغۍ رامنځته کوي لکه د غاښونو ناروغي، د هډوکو، پوستکي، د زړه، ډپریشن یا خپګان، میرګي، اسهال، د سترګو لید کمزورتیا، د پوستکي خارښت او د زړه بدوالی ناروغۍ د ګازي څښاک څخه په رامنځته کېدونکو ناروغیو کې شامل دي.

د یادو بې شمېره ناروغیو سربېره ګازي څښاک مو په بېلا بېلو سرطان ناروغیو هم اخته کوي.

د یو شمېر څيړنو له مخې څرګنده شوې ده چې ګازي څښاک په انسان کې د وخت په تېریدو سره د بېلا بېلو ډولونو سرطان رامنځته کوي.

د څیړنې سره سم چې په اوونۍ کې دوه واره ګازي څښاک استعمالول په بدن کې د انسولین کچه لوړوي چې له کبله یې د پانکراس (pancreatic cancer) سرطان ګواښ دوه چنده لوړیږي، د پانکراس سرطان بدن کې د انسولین او glucagon هرمون تولیدوي.

هره ورځ د ګازي څښاک استعمال په نارینه و کې د مثانې سرطان ګواښ ۴۰سلنه زیاتوي، همدغه راز هره ورځ د ګازي څښاک استعمال په ښځو کې د سینې یا تیو سرطان امکان هم زیاتوي.

په ګازي څښاک کې شپږ داسې مواد موندل کیږي چې د سرطان رامنځته کولو لامل کیږي، چې د خیټې او مثانې سرطان یې تر ټولو عام او زیات رامنځته کېدونکی دی.

د پوهانو په وینا دا د انسان لپاره د زهرو معنا ورکوي او باید هر وګړی ترې لیرې اووسي،  ددې پرځای باید د اوبو، تازه میوې، او یا جوس څخه ګټه پورته کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x