پارلمان: امنیتي چارواکو ته د عسکرو وژل کېدل د استجواب وړ مسایل نه برېښي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړو د تېرې دوشنبې ورځې په استجوابیه غونډه توندې نیوکې کړې او په خبره یې، ددې په ځای چې موږ امنیتي چارواکي استجواب کړو هغوی له موږ پوښتنې ګروېږنې پیل کړې.

د پارلمان د وکیلانو له قوله، دوی د امنیتي چارواکو په غوښتنه استجوابیه غونډه د رسنیو له شتون پرته د بندو دروازو شاته تر سره کړه خو هغوی د ولسي جرګې توهین وکړ او د عسکرو وژل کېدل، د ولسوالیو سقوط او خراب امنیتي وضعیت ورته هیڅ د استجواب وړ مسایل نه ښکارېدل.

د ولسي جرګې یو غړی «میر داد خان نجرابي» وایي « په استجوابیه غونډه کې امنیتي وزیرانو ددې په ځای چې زموږ پوښتنو ته جواب ورکړي، هغوی د ولسي جرګې د کار او کړنو په تړاو پوښتنې پیل کړې او موږ یې استجواب کړو».

نوموړی زیاتوي « د امنیتي وزیرانو له نظره د ولسوالیو سقوط، د عسکرو وژل کېدل او د طالبانو له لوري په ډله ییز ډول د درېرشو کمانډویانو وژل کېدل وړه پېښه وه او باید په دې تړاو دوی باید نه وای استجواب شوي».4

علي اکبر قاسمي د ولسي جرګې یو بل غړی دی، نوموړی وايي «کاش د تېرې دوشنبې استجوابیه غونډه نه وای رابلل شوې، د پارلمان وکیلانو اصول مراعات نکړل او امنیتي وزیرانو د اداري هيئت له همدې ضعف څخه ګټه واخسته او د وکیلانو هیڅ پوښتنې ته یې جواب ورنکړ».

بل لوري ته د پارلمان یو شمېر وکیلان بیا د ولسي جرګې غړي ګرموي او ادعا کوي، چې یو شمېر غړو ددې په ځای چې له امنیتي چارواکو سره ملي مسایل مطرح کړي، شخصي عریضې یې د هغوی مېز ته د امضاء لپاره وړاندې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د