افغانستان

ډایکنډي: درې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د ډایکنډي ولایت ولایتي شورا سقوط ته د یاد ولایت د دریو ولسوالیو د نږدې کېدو خبر ورکوي.

سلام وطندار د ولایتي شورا د غړو له قوله لیکي، چې د ډایکنډي او هلمند لپاره د طالبانو نومول شوي والیان د خپلو وسلوالو سره د خذ، بالاپشت او بغران په سیمو کې ځای په ځای شوی او د ډایکنډي ولایت د ولسوالیو د سقوط پلان یې نیولی.

د ولایتي شورا غړی «غیرت علي جوهر» وايي، طالبانو که څه هم څه موده وړاندې د کجران په ولسوالۍ بریدونه پیل کړي وو خو له ماتې سره مخ شول؛ مګر اوس د هغوی هڅه داده څو د کجران، کیتي او ناوه میش ولسوالۍ ونیسي.

د جوهر په خبره، که حکومت په وخت اقدام ونکړي، ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي او په ډایکنډي کې به انساني ناورین رامنځته شي.

بل لور ته د یاد ولایت امنیه قوماندان بیا وایي، امنیتي ځواکونه په ټولو ساحو کې د تیارسي په حالت کې دي او د طالبانو د بریدونو مخه به نیسي.

ډایکنډي ولایت چې د هیواد له امنو ولایتونو یادېده، په دې وروستیو کې طالبانو پکې پراخ نفوذ پیدا کړی او څه موده وړاندې یې د کجران ولسوالۍ ان سقوط ته لنډه کړې وه، هماغه مهال د اجرائیه ریاست مرستیال «محمد محقق» اشرف غني تورن کړی وو چې د شمال په نا امنیو کې لاس لري او په ډایکنډي کې دطالبانو په ضد عملیات نه کوي.

دا یوازې ډایکنډي نه ده، چې ولسوالۍ یې د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي، فراه، تخار، لوګر او د هیواد ګڼ شمېر ولایتونه او ولسوالۍ د طالبانو په لاس د سقوط په درشل کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x