افغانستان

عطا محمد نور: که په ټاکنو کې درغلي وشي له طالبانو سره درېږم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس «عطاء محمد نور» ګواښ کړی، چې راتلونکې ټاکنې باید شفافي وي او که په ټاکنو کې درغلی وشي دی به د اړتیا په وخت له طالبانو سره ودرېږي.

عطاء محمد نور له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل « که چېرې ټاکنې د ۲۰۱۴ میلادي کال ټاکنو ته ورته وي، په ښه توګه مدیریت نه شي او تقلب را باندې تحمیل کړئ، نو دا یقیني ده چې افغانستان به په مستقیم ډول بحران ته ولاړ شي».

د نور په خبره، که چېرې په ټاکنو کې درغلی وشي او یو مفسد نظام یې له لارې منځته راشي دوی به یې په وړاندې له هرې شونې لارې کار واخلي « په هره بیه چې وي، موږ په خپل ځان دا متقلب، مفسد او دیکتاتور حکومت بیا منو، هغه که له هرې لارې وي، که د بحران له لارې وي، د جګړې له لارې ممکنه وي او یا له طالبانو سره په یو ځای کېدلو شونی وي».

نوموړي له دې سره، سره تینګار وکړ چې د سولې توافقنامه دې تر ټاکنو وړاندې رامنځته شي او سولې ته د رسېدلو په برخه کې یې د ګاونډيو رول اغېزمن وباله.

د یوه ستر ګوند اجرائیه رئیس داسې مهال طالبان د درغلیو په صورت کې طالبان خپل وروستی انتخاب ګڼي، چې د ټاکنو پیل ته لا میاشتې پاتې خو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان اوسنی حکومت تورنوي چې ان له اوسه یې په ټاکنو کې د درغلی نیت کړی او ان له اوسه یې د انتخاباتو انجینري ته پلانونه نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

پدی شرط چی طالبان دی قبول کړی.

الحاج استاذ بیانزی

پخوا به ویل کیدل چه نظم نوین چهانی د نړیوالو ماغزه پریمنځی ( برین واش کوی یی ) ما به فکر کولو چه ماغزه به څرنګه برین واش کیږی عملی راته نه ښکاریدله ، مګر د عطا نور او داسی نورو خبری چه اورم عملی بڼه کی می برین واش یا مغز پریمنځل ولیدل چه نظم نوین جهانی یا نوی نړیوال استعمار د خپلو غلامانو مغزونه څرنګه پریمنیځی . عطانور د طالبانو سره د یو ځای کیدو د پاره په ټاکنو کی شفافیت معیار ټاکلی که ټاکنی شفافی وی نور وطن ګل ګلزار او طالبان یی دشمنان او امریکایان ستراتيژیک… نور لوستل »

میلمه

طالبان به ډیر بیغرته وي چي په نور او دوستم غلطیږی او له ځان سره یو ځای کوي، دوۍ کله ستمیان وو، بیا ګلمجم سوو، بیا نظار ته ولاړو بیا ټلواله شوو، هره پېمانه يي څکلی ده، او خلګ یی غولولی نظامونه يي چټل کړي، اوس به طالبان همداسي د سوړي خولې ته ورکوی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x