ټکنالوژي

د مخابراتو وزارت یو وار بیا افغانستان کې د انترنیت بیې ټيټولو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې یې یو وار بیا د انترنیت بیې ۳۷سلنه ټيټې کړي دي.

ددغه وزارت سرپرست فهیم هاشمي د چهارشنبې په ورځ د یوه خبري کانفرانس له مخې څرګنده کړه چې د ګرځنده تلیفونونو له لارې د انترنیت کارکوونکو ته هم د انترنیت د نرخونو بیې په ټيټولو کار کوي.

فهیم هاشمي وویل: کوم انترنیت چې تاسو په خپلو کورونو او کاري ځایونو کې د ۹۶ ډالرو په لګښت کاروه له دې وروسته به ترې د ۶۰ ډالرو په لګښت ګټه اخلئ، همدراز مونږ د 3G او 4G د نرخونو د تنظیم لپاره چې تاسو یې په خپلو مبایلونو کې کاروئ کار روان کړی دی، په دې کې به «سلام» شرکت لومړی ټيټې بیې عملي کوي.

دغه راز د افغانستان مخابراتي شرکت مشر اجمل ایان ویلي چې افغانان دې د افغانستان انترنیت له هندوستان او پاکستان سره نه پرتله کوي، ځکه چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله نا امني، د بریښنا کموالی او د فایبر د زیربیناو نشتوالی ډیر دی چې د مخابراتو شرکت ورسره مخ دی.

اوس مهال افغانستان د انترنیت لپاره د نوري فایبر ۴۰۰۰ کیلومتره مزي لري، چې د دغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې یوازې ۲۵ ولایتونو ته غځیدلي دي، د مخابراتو وزارت چارواکو په وینا چې دغه ستونزې د بیو په لوړیدو اغیز لري.

د اجمل ایان په وینا چې «سلام» انترنیتي شرکت به د راتلونکې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې د انترنیت نوې ټيټې بیې اعلان کړي.

له دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی و چې د کال له سره به د انترنیت بیې ۳۰سلنه ټيټې کړي، خو پخواني ټول ادعاوې تر دې دمه ناسمې ثابت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x