شعـــــرونه

غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

خوږې خوږې لکه شکرې لکه قند خبرې
د چا په شونډو وي اوارې څۀ د خوند خبرې

نمجنې سترګې، وچې شونډې، غريو نېولې سينه
ولې دي ماتي شي لاليه! بند په بند خبرې؟

دا سړی تورو ته له شاتو نه څادر جوړوي
دا سړی اړوي را اړوي د پند خبرې

په دې وطن کې ګام په ګام دېره د مرګ پوځونه
دلته شهيدې شوې د ميني او د ژوند خبرې

دا تورې زلفې، تورې سترګې، مړه! ايسته پرېږده
مالره و پيه غزل کې د ميوند خبرې

چې دا به څۀ وي شفاعته! خوږ وصال که بېلتون؟
چې دي له خولې څاڅي د چا پر سپين مړوند خبرې

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x