افغانستان

ډانفورډ: په افغانستان کې د ناټو په نظامي ماموریت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس « جوزف ډانفورډ» نن شنبه په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته ر ارسېدلي او دلته له امریکايي، ناټو او افغان  امنیتي چارواکو سره په سلا مشورو بوخت دی.

طلوع نیوز د ډانفورډ له قوله لیکي، چې له طالبانو سره مذاکراتو په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو په نظامي ماموریت کې هیڅ بدلون نه دی راوستلی او جنرال میلر له افغان امنیتي چارواکو سره په ګډه د طالبانو په وړاندې جګړه رهبري کوي او امریکايي لوری له خپلو دولتي همسنګرو سره مرستې ته دوام ورکوي.4

ډانفورډ زیاته کړې «  دی کابل ته د مشورو تر څنګ ددې لپاره راغلی څو په سپتمبر کې د کېدونکو ولسمشریزو  ټاکنو په درشل کې د ترسره کېدونکو عملیاتو جاج واخلي».

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو دفاع وزارت د ډانفورډ له سفر سره جوخت په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ددوی لپاره ستره ستونزه داده، چې طالبان یوه سوچه او په یوه نظریه ولاړه ډله نه ده، له دوی څخه ځيني په حکومت کې ورګډېدل غواړی او ځيني نور یې بیا د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو هیله لري.

یاده دې وي، چې ډانفورډ داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو نظامي عملیاتو زور اخستی او ورځ تر بلې مخ په وړاندې ځي، همدا مهال د هیواد ځيني ولایتونه او ګڼ شمېر ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دی، چې حکومت یې له طالبانو د خلاصولو په برخه کې ناتوانه ښکاري.

بل لور ته د چارو شنونکي په دې باور دي، چې طالبان د یوې واحدې رهبرۍ له لارې اراده کېږي او د اوربند په ورځو کې دا خبره حقیقت ته ورسېده، چې طالبان یوه واحده او په یوه قومانده راټوله شوې ډله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x