افغانستان

طالبان: کابل کې مو د بهرنیانو په قطار برید کې «۹» بهرني افسران وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د کابل ولایت په دسپیچري نومي سیمه کې یې د بهرنیانو په تېرېدونکي موټریز کاروان سرتېری برید کړی او په پایله کې یې ۹ تنه بهرني افسران وژلي خو د کانونو وزارت په کاسټر موټر برید او په ملي بس څلورلارې کې چاودنه په دوی پورې اړه نه لري.4

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» لیکلي « نن سهار شاخوا ۹ بجې د کابل ښار اړوند دسپيچري سیمه کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د لوړ رتبه افسرانو په هغه قطار فدايي برید وشو چې له سیمې څخه تیریدل، برید د استشهادي کنډک د یوتن اتل مجاهد محمد کابلي لخوا د موټربم په وسیله ترسره شو چې له امله يې د بهرنیو ځواکونو اړوند ۲ لنډکروزر موټر بشپړ ویجاړ شول او د ابتدايي معلوماتو په اساس په کې ۹ تنه لوړ رتبه خارجي افسران وژل شوي دي.»

مجاهد وړاندې زیاتوي « د یادونې وړه ده، چې له دې برید څخه مخکې د ملي بس په څلور لارې کې چې کومې دوه چاودنې په کاسټر موټر او بیا پرهغه ځای شوې، هغه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

یاده دې وي، چې نن سهار مهال د کابل په ملي بس څلورلارې کې لومړی د کانونو وزارت په کاسټر موټر سرتېری برید وشو او ورپسې په سیمه کې چاودنه رامنځته شوه، تر دې پېښې شېبه وروسته د کابل په دسپیچري نومي سیمه کې د چاودنې خبر ورکړل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د درې واړه پېښو قربانیان ولسي وګړي یاد کړل او ورپسې ارګ د پېښې د غندنې اعلامیه هم خپره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x