
خلیلزاد کابل کې د مذاکراتو لپاره د اغېزناک ټیم په جوړولو کار کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» دا مهال په کابل کې دی او په خبره یې، د ګډ حکومت له چارواکو سره د یوه اغېزناک او همه شموله مذاکراتي ټیم په جوړولو کار کوي.
زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي « نن مو په کابل کې د سولې د پروسې په اړه مفيد مجلسونه درلودل. ما د ولسمشر غني، اجرائیه رئیس، د بهرنيو چارو وزير رباني او نورو سره وکتل.زموږ خبرې پر آينده ګامونو او د یو جامع او مؤثر مذاکراتي ټيم جوړولو لپاره پر روانو هڅو متمركزې وې۔»
نن مو په کابل کې د سولې د پروسې په اړه مفيد مجلسونه درلودل. ما د ولسمشر غني @ashrafghani، إجرائيه رئيس عبدالله @afgexecutive ، د بهرنيو چارو وزير رباني او نورو سره وکتل.زموږ خبرې پر آينده ګامونو او د یو جامع او مؤثر مذاکراتي ټيم جوړولو لپاره پر روانو هڅو متمركزې وې۔
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 24, 2019
خلیلزاد داسې مهال د ګډ حکومت له لوري د یوه اغېزمن استازیتوب په جوړولو بوخت دی، چې طالبانو تر دې دمه په بیا، بیا له حکومت سره خبرې رد کړې او حکومت یې د بهرنیانو ګوډاګی بللی.
تر خلیلزاد وړاندې، د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» هم په څو اونیو کې دننه له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پیل خبر ورکړی وو، خو طالبانو یې خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
خليلزاده ! طالبانو کرامو ته به ستا اغيزناک ټيم د پوچی حيثيت هم ونلری پدی چی ستا اغيزناک ټيم به هم د بن غوندی يو خاين ، فاسد ، د اسلام دښمن او کفاروته وفا داره ټيم وی ، بل داچی طالبانو په وار وار دا ويلی چی د غلام دولت استازی به د دولت په استازيتوب و نه منی مګرد يو عادی افغان په شکل که هغه بی شرفه غنی هم واوسی ، نو ستا د ټيم اغيز به څه وی . يوه خبره پوره زړه ته واچوه چی طالبان د آزادی او اسلامی نظام لپاره قربانی ورکړی او… نور لوستل »