
د اندونیزیا، پاکستان او افغانستان دیني علماء درې اړخیزه غونډه کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د اندونیزیا هیواد د پاکستان او افغانستان دینی علماء خپل هیواد ته وربولي او د افغانستان د روان وضعیت په تړاو د بحثونو ترسره کولو په موخه ناسته ورته برابروي.
د اندونیزیانو په بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا او افریقا لپاره د یاد هیواد استازي «دیسرا پارکایا» د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا د مرستیال سره په همدې تړاو خبرو کې ویلي « یاده ناسته به په دروانې میلادی میاشتې په ۲۶ او ۲۷ نېټه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې کېدونکې ده».
پارکایا همدا راز له ګډ حکومت وغوښتل څو یادې ناستې ته علماء ور وپېژني.
د پارکایا په خبره، دوی ددې تر څنګ پلان لري څو په نږدې راتلونکې د افغان ښځو لپاره هم یوه غونډه راوبولي.
د ملي امنیت شورا سلاکار له اندونېزیا هیواد مننه کړې، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره کار کوي.
نوموړي په اندونیزیا کې د علماوو تېر ځل ناسته مثبته او له لاسته راوړنو ډکه ارزولې او په قول يې، دا ډول ناستې عامه پوهاوي، سولې او تفاهم ته لاره پرانېزي.
د شنونکو په خبره، داسې مهال چې طالبانو د کابل حکومت په وړاندې جګړه تونده کړې او ورځ تر بلې د هغوی تر واک لاندې سیمې رالاندې کوي، حکومت له دې لارې غواړي په طالبانو د مذهبي فشار واردولو هڅه وکړي.
زموږ پر ګران هيواد باندي د امريکايانو د يرغل او نيواک او د هغو د ګوډاګيانو د نامشروع واکمنۍ په هکله شرعي اسلامي نصوص واضح او څرګند دي. په پلاوو پلاوو د جيدو اسلامي عالمانو له خوا د فتواوو او نورو څرګندونو په ترڅ کي څرګند سوي دي. نور د دې خبرو څېړلو ته هيڅ اړتيا نسته. ښه داده چي اندونيزيا د افغانستان په باب د ټرمپ وروستيو خبرو ته په پام کولو پر واشينټن فشار راوړي چي د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کښېږدي. د افغانستان په چارو کی له مداخلو لاس واخلي او افغانان پرېږدي چي خپل… نور لوستل »
اوس خو امریکایان وایی چی له افغانستان څخه به وځی نو طالبان دی هم سر ګریوان کی ټیټ کړی او نور دی ولس نه ځوروی.