افغانستان

طالبان: د رسمي بلنې په صورت کې له عمران خان سره ليدو ته حاضر يو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو ويلي، که د پاکستان حکومت رسمي بلنه ورکړي، دوی حاضر دي، چې د پاکستان صدر اعظم عمران خان سره د ليدو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين رسنيو ته ويلي، دوی د سيمې او نړۍ له دولتونو سره د دوه اړخيزو اړيکو پاللو په موخه ګڼو هېوادونو ته سفر کوي او که پاکستان هم رسمي بلنه ورکړي، دوی به ترې انکار ونه کړي او ور به شي.
د پاکستان صدر اعظم عمران خان تېره مياشت ويلي و، چې له طالبانو سره به وګوري، خو د ليدو نېټه يې نه وه روښانه کړې او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي و.
خو نوموړي وړمه ورځ په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره له ليدو وروسته په امریکا کې رسنيو ته وويل، چې دی به خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته له طالبانو سره هم وګوري.
طالبان وايي، دوی د خپلو ملي او اسلامي ګټو په نظر کې نيولو سره له هر چا سره خبرو ته حاضر دي او د امریکايي اشغال پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
سهيل شاهين زیاته کړې، چې دوی د هېچا تر اثر لاندې نه راځي او نه به په خپلو داخلي چارو کې چا ته د مداخلې اجازه ورکړي.
نوموړي يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د افغانستان اوږدمهالې کشالې د پای ته رسولو لپاره باید له لومړی د جګړې له اصلي لوري امریکا سره مذاکرات نهايي کړي او تر هغه وروسته به د داخلي مسائلو د حل لپاره له افغان لوري سره خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
طالیب چارواکی ته.
ولس په دا پوهیږی چه د شپی او ورځی ناسته پاسته مو له کرنیل صاحبانو سره دی.لکه د غنی جان چه امریکایانو سره ده،

اجمل

دی ته وایی د خلکو سترګو کی خاوری اچول. کورونه مو هلته دی، اولادونه مو هلته سبق وایی چا روځلی یاست، د چا نه مو سبقونه ویلی بلنه لا پسی څه معنی لری. پاسپورتونه چا درکړی او چیرته وي مخکی له قطر نه؟. ###

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x