افغانستان

تخار: دطالبانو په برید کې لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د پولیسو په پوستو باندې د طالبانو برید لسګونه پولیس وژلي او ټپیان کړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په یاد برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي خو د تخار ولایت د ولایتي شوار غړی « عظیم افضلي» بیا وایي، په امنیتي پوستو د طالبانو برید «۳۲» پولیس وژلي، لسګونه  ټپیان دي اود څو تنو برخلیک لا هم معلوم نه دی.

د افضلي په خبره، د پولیسو جسدونه ښيي چې ټول په ناخبری کې نیول شوي  او وروسته په ګولیو ویشتل شوي.

بل لو ر ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د یوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په تخار ولایت کې یې په امنیتي پوستو د بریدونو په پایله کې دوه قرارګاوې او دوې پوستې نیولي، تر «۵۷» پورې عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او یو پولیس یې ژوندی نیولی.

مجاهد وړاندې لیکي «ورسره یو هاموې ټانک ویجاړشو، ۱ رینجر موټر، ۷ میله پیکا ماشیندار، ۷ میله راکټ لانچر، ۲۰ میله کلاشینکوف، ۸ میله نارنجک انداز، ۱ میل درازنوف، ۱ پایه (SPG9) توپ، ۱ پایه هاوان توپ، ۵۰۰ عدده د راکټ او خورا ډيرې نورې مرمۍ له نظامي توکو سره مجاهدینو ته په لاس ورغلل، په جګړه کې مجاهدینوته هيڅ زیان نه دی اوښتي.»

یاده دې وي، چې تر دې دمه د تخار ولایت امنیتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x