افغانستان

سولې عالي شورا: جرمني کې د طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرې پیلېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا په جرمني هیواد کې د طالبانو او ګډ حکومت تر منځ د رسمي مذاکراتو د پيل خبر ورکړی.

د یادې شورا مرستیال «عبدالخبیر اوچقون» سلام وطندار ته ویلي، چې د مسکو او دوحې بین الافغاني ناستې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو په وړاندې پراته خنډونه له منځه وړي او د دواړو لورو تر منځ یې رسمي مذاکراتو ته زمینه برابره کړې.

اوچقون که څه هم د غونډې کره نېټه یاده نه کړه خو په خبره یې، زلمی خلیلزاد په همدې هدف په کابل کې پاتې شوی څو له افغان چارواکیو او ولسمشر سره سلا مشورې ترسره او  د طالبانو سره د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره د یو ټول منلي پلاوي په تشکیل کار وکړي.

یاده دې وي، چې د سولې عالي شورا وړاندې د ګډ حکومت مشر هم په څو اونیو کې دننه له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو د پیل خبر ورکړی وو؛ خو طالبانو تر دې دمه د رسمي دریځ د یوې برخې په توګه په بیا، بیا ټینګار کړی چې له کابل حکومت سره د یو نظام په حیث خبرو ته نه کېني، دوی د کابل حکومت د امریکا او غرب ګوډاګی بولي.

په ورته وخت کې، ګډ حکومت داسې مهاال له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو پیل ته شېبې شماري، چې زلمی خلیلزاد د اووم پړاو مذاکراتو د تکمیل په موخه له واشنګټن څخه د کابل او دوحې په سفر راوتلی او تمه ده په دا ځل مذاکراتو کې له طالبانو سره وروستۍ پریکړې ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عجيبه خلګ دی ، دوی خوارکيان پدی ناستو کی څه حاصلول غواړی ، چی خليلزاد د امريکا څخه ورته راځغلی چی اغيزناک ټيم جوړ کړی ، جرمنی هلته الوی سوی دی ، عمران خان هم کچکول په غاړه ځان مخ مخ ته کوی او نور ډير ، ټوله پدی بيره کی دی چی طالبان به ټوله قدرت پلاس کی واخلی . که د دوی ټولو څخه دا پوښتل شی چی هغه افغانان چی د دی هيواد د آزادی او د اسلامی نظام د راوستو لپاره يی شهيدان ورکړی وی ، بنديخانی او هجرتونه يی ګاللی وی ، پر نيستی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x