افغانستان

بدخشان: د کران و منجان ولسوالۍ تر سقوط وروسته تښتېدلي عسکر نورستان ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو په لاس د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ تر سقوط وروسته دولتي سرتېري د طالبانو له ويرې نورستان ته تښتېدلي.

د «اوا» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سرتېرو د کران و منجان ولسوالۍ څخه د نورستان تر مرکز پورې د ۲۲ ساعتونو لاره په پښو طی کړې.

دغه سرتېري چې شمېر یې له دوو سوو اوړي ځینو یې له رسنیو سره منلې، چې د دولت نه پاملرنې د کران و منجان ولسوالۍ د طالبانو تر ګوتو ورسوله.

ولي محمد خان چې له بدخشان څخه د تښتېدلو سرتېرو مشري په غاړه لري، رسنیو ته ویلي « ټولو ادارو ته مې زنګ وکړ او په هر څه مې خبر کړل خو هغوی هيڅ پاملرنه ونکړه او موږ یوازې دومره وکولای شوای چې په کمو مهماتو نهه ورځې جګړې ته دوام ورکړو».

ظفرالدین د یادو سرتېرو له ډلې یو بل دی، دی وایي « دوه سوه نفره وو، کله مو چې ولیدل مهمات نه راته رسېږي، کلي مو پرېښودل او دلته راغلو».

د نورستان ولایت د پولیسو مشر «صابر ارین»  هم مني، چې له بدخشان ولایت څخه یو شمېر اربکیان، امنیتي سرتېري او د لا جوردو د کان ساتونکي ورتښتېدلي او په خبره يې، اوس له هغه کومکي ځواک سره یو ځای شوي چې ددوی د ژغورنې په موخه بدخشان ته لېږل کېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

طالب مجاهدینو ته مو وړاندیز! زما په اند د محاصری وخت کی هم که ممکنه وی دغو بی سوادو او غریبو عسکرو سره [ چه د کابل غلامانو او بادارانو قصدا غریب کړی او بی سواده ساتلی چه په کمو معاشو د کابل د غلامانو او بادارانو د ګټو د پاره ځانونه ووژنی که یی ګټنه وکړه ، یو مشر ته به یی د قهرمانی کومه پټي په غاړه او که بایلونکی شول د تشناب کاغذ په شان به یی فلش کوی ] په کوم ډول لیکلی دعوت نامی ور واستوی که وکولای شی په حقایقو پوه شی چه زمونږ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x