افغانستان

داعش ډلې د کانونو وزارت د مامورينو پر کاسټر د برید پړه منلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): نن سهار د کابل ښار په ډسپيچري سيمه کې د بهرنيو پوځيانو پر کتار سرتېری برید شوی او همدارنګه د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې هم د کانونو او پيټروليم وزارت د کارکوونکو پر کاسټر موټر چاودنه کې شوې وه.

طالبانو د بهرنيو پوځيانو پر کاروان د بريد مسؤولیت منلی، خو د کانونو او پيټروليم وزارت د کارکوونکو پر کاسټر موټر برید کې يې لاس لرل رد کړي دي.

داعش ډلې رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د افغان حکومت د پيټروليم وزارت د کارکوونکو پر کاسټر برید کې يې ګڼو مامورينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي، دوی پر ملکي اهدافو بریدونه نه کوي او په دا ډول پېښو کې د حکومت استخباراتي ادارې ښکېلې بللي دي.

طالبان وايي، استخباراتي کړۍ د دوی د بدنامولو لپاره د ځينو فتنه ګرو ډلو پر مرسته پر ملکي اهدافو بریدونه کوي.

په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل سربېره په ځينو نورو سيمو کې هم پر ملکي اهدافو بریدونه او چاودنې ډېرې شوي، چې تر ډېره يې څوک مسؤوليت نه مني او ځينې وخت يې داعش ډله پړه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x