نړۍ

د تونس ۹۲ کلن ولسمشر قايد السبسي ومړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د تونس ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ولسمشر باجي قايد السبسي نن پنجشنبه د ۹۲ کالو په عمر ومړ.

تونسي رسنيو تېره ورځ ويلي و، ولسمشر د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شوی.

د سبسي زوی حافظ قايد سبسي ويلي، پلار يې د ناببره ناروغۍ له امله روغتون کې له بسترېدو وروسته نن ساه ورکړې ده.

نوموړی له تېرې اوږدې مودې راهيسې د زيات عمر له امله له ګڼو ناروغيو او بدني کمزورۍ سره مخ و او له ډېر وخته په حکومتي چارواکو او مناسبتونو کې هم ډېر نه ښکارېده.

نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د تونس ولسمشر ټاکل شوی و، د نړۍ له عمر خوړلو ولسمشرانو څخه ګڼل کېده او په خپلو حکومتي فرمانونو کې د اسلامي شرعي احکامو مخالفت کاوه.

د هغه مخالفينو نن ليکلي و، چې د میراث په شمول ټول ديني احکام پر خپل ځای پاتې دي، خو سبسي له دنيا ولاړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x