افغانستان

پمپیو غني ته ډاډ ورکړی چې امریکايي عسکر به شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه وزي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» نن ورځ د ګډ حکومت له مشر «محمد اشرف غني» سره تلیفوني اړیکه نیولې او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی چې د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ترمپ په ستراتېژي کې بدلون نه دی راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړه لوري په دې سلا شول، چې افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو په برخه کې به هڅې نورې هم ګړندی کوي او د مذاکراتو له لارې  به د افغانستان د کشالې حل ته ځان رسوي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « پمپیو غني ته ډاډ ورکړی چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په ستراتېژي کې بدلون نه دی راغلی او د امریکا متحده ایالات ژمن دي، چې خپل سرتېري به شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه راباسی او په دې برخه کې د خلیلزاد هڅې هم د همدې ماموریت په محور راڅرخي».

د راپور په حواله، ولسمشر غني د افغانستان په سوله کې د متحده ایالاتو د ښکېلتیا هرکلی کړی او له واشنګټن سره په ګډه یې افغانستان ته د سولې د راوستلو ژمنتیا ښودلې.

له دې سره، سره اشرف غني ډاډ ورکړی، چې کابل به د سولې په پروسه کې له واشنګټن سره په موازي ډول کار کوي او افغانستان به نه پرېږدي، چې یو ځل بیا د ترورستانو په سنګر بدل شي.

مایک پمپیو داسې مهال اشرف غني ته له شرایطو سره سم د عسکرو د ایستلو هیله ورکړې، چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ اووم پړاو خبرې بیا پیل کېدونکې دي او دا ځل تمه ده چې متحده ایالات به د خپلو عسکرو د ایستلو په تړاو له طالبانو سره سلا شي.

د شنونکو په باور، که امریکايي او نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، د کابل حکومت بنسټونه به دطالبانو په وړاندې تر ډېره مقاومت ونشي کړای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دروغ، غلا او درغلی د نظم نوین جهانی ( نننی نړیوال استعمار ) د پلانو هنر یادیږی به هره وسیله چه هدف ته ورسیږی دوی یی لاسته راوړنه شمیری ، مهمه نه ده که هغه د ځآنو او ناموس په بیه هم وی. د جنوبی اسیا هیوادونه یعنی هند او پاکستان خو نیمه خپلواک هیوادونه دی د هغوی د پاره امریکا پالیسی جوړول خو د هغو هیوادو خپلواکی د پوښتنی لاندی راولی ، د جنوبی اسیا د پاره د ترمپ پالیسی همدغه د مستعمره افغانستان د پاره د زور او وحشت پالیسی وه اعلان یی وکړو چه طالبان به د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x