د مږه او مېږو مخالفت او د لېوه قضاوت

حامد افغان

مېږو پخپله رمه کې د مږه له چلنده شکایت وکړ، څرنګه چې دوی کم وسه وې؛ نو د نه خوړلو اعتصاب یې پیل کړ، مږه وړاندیز وکړ چې که هر څوک زما په اړه شکایت لري، زه او هغه به لېوه ته ورځو او هغه به زموږ ترمنځ پرېکړه کوي. چې څوک ظالم وي هغه به لېوه خوري او مظلوم به پرېږدي. دا خبره مېږو هم خوښه کړه.

لومړی شکایت یوې مېږې وکړ چې مږ یې اوبو ته نه پرېږدي، دواړه د لېوه محکمې ته ولاړل، لېوه د موضوع اړوند غور و فکر ته اړتیا نه لرله، فیصله یې وکړه چې مېږه ظالمه ده، سمدستي یې له ستوني ونیوله او عاجزه مېږه د ظالم مږه له لاسه د لېوه د وحشت ښکار شوه.

کیسه په همدې توګه روانه پاتې شوه، مږ ظلم او تېری کوي، ظالم قاضي ناروا فیصلې کوي او مېږې په نوبت سره حلالېږي! ان تر دې چې مېږې ټولې ختمې شوې. اخیر قاضي مږ راوغوښت او ورته ویې ویل: ایا پر خپل ولس له ظلم نه دې لاس اخیستی؟! مږه ورته وویل: نه، خو هغوی ټولې ختمې او تا وخوړلې؟!!

لېوه ورته وویل: اوس ستا نوبت راغی! مږه په حیراني وویل: زما نوبت راغی؟! ما د خپل قوم فرد فرد په تا وخوړ چې تا راضي کړم، خو ته لا نه یې موړ؟!! لېوه په ځواب کې ورته وویل: لومړۍ ورځ مې لا ستا د خوړلو نیت کړی و، خو ځکه مې پرېښودلې چې ته پخپله د خپل قوم فرد فرد ما ته وړاندې کړې. اوس ستا نوبت راغی او په تا کې شته خیانت ستا غوښې راته خوږې او خوندورې کړې دي…

د امریکایانو تر وحشت لاندې ځینې اسلامي هیوادونه د دې کیسې روڼه انځورونه دي، تفصیلي تمثیل یې تاسو راته ولیکئ، چې مېږې، مږان او لېوه څوک دي؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! تر ټولو لمړی درته زولۍ زولی غنجه غنچه سلامونه او د مینی او محبت ډکی پیرزونی وړاندی کوم . الله ج دی وکړی چه روغتیا دی ترلاسه کړی او مونږ دی هم نه یو هیر کړی یعنی دعاګانی راته کوی الله ج دی عاجله شفا درکړی او قلمی جهاد کی دی الله ج زیاتوالی راولی او اجرونه دی خدای درکړی او مونږ ته دی هم الله ج ستاسی په شان استعداد، بوهه ، و اړتیا او پیوازتیا راکړی. اصل موضع : تاسی د خبلی خوږی او له عبرتو ډکی قیصی… نور لوستل »

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

الحاج استاذ بیانزي چې کومه تبصره کړې
ما هم هغه پخپل وار سره ښه وګڼله

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

حامد خانه وروره! تمثیل دی غوښتی دی. دا دی تمثیل ، ننداره ئی وکه. شرمښ د تزاری روسئی د پر مختګ د مخنیوی پخاطر په هغوی کی د خپل جنس یو بل عنصر ( مارکسیزم- لینینزم) تریخ تخم وشیند. شرمښ موږ ددې نوی جادوئی افعی څخه د بیری او خلاصون په موخه د یوی نړی وسواس او تشویش سره مخامخ کړو. شرمښ زموږ د سیاسی خپلواکی د رسمیت پیژندلو په وړاندی مخالفت وښود خو د شاه امان الله خان د ټینګار او وولسی غوښتنی د شدت له امله او یا د کوم بل مصلحت له مخی زموږ سیاسی خپلواکی په… نور لوستل »