افغانستان

کندهار: په امنیتي پوسته باندې د طالبانو په برید کې «۱۳» پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند کلان کېچې په سیمه کې د پولیسو په پوسته باندې د طالبانو په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر مهمات یې طالبانو ته په لاس ورغلي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په خپل ټویټر لیکلي «تیره شپه دکندهار د میوند ولسوالۍ اړوند دکلان کېچې په سيمه کې د باغ دسیمې پوسته فتحه ۱۳ تنه اجیر عسکر پکي ووژل شول دري ۳ دوربینان ۱ کارمولی ټوپک ۲ کلاشینکوفونه ۱ راکټ او یوه اندازه مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي».

https://twitter.com/QMYAhmadi1/status/1154610200562851845?s=20

بل لور ته د کندهار ولایت امنیه قوماندانی یاده پېښه تائيدوي خو په خبره یې، په یاد برید کې څلور پولیس او یوولس طالبان وژل شوي.

د امنیه قوماندانۍ له قوله، د پولیسو او طالبانو تر منځ د نښتې په سیمه کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کابل غلامانو ته ویل شوی چه د خبلو تلفاتو شمیر به د طالبانو سره الیش کوی که یو کس طالب مجاهد شهید شوی او لس کسه اجیر عسکر وژل شوی دوی بیا وایی زمونږ یو عسکر شهید شوی او د طالبانو د نام نهاد ولسوال یا والی په ګډون لس کسه طالبان وژل شوی او دومره یی زخمیان شوی دی . امریکا او ناتو خو د خپلو تلفاتو څخه یو صفر لیری کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x