نړۍ

دمنځني اسیا ولس هم خپلو واکدارانو ته په قهرشو

protestes_in_azarbiajan(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۸) ازربایجان: نن سهار دازربایجان په پلازمینه باکو ښارکي په سلګونه وګړي دښار لارو اوبانډوته ته راتلي وه دحکومت په خلاف یی شعارونه ورکول،دسیاسي اصلاحاتو غوښتنه یی کوله اوله موجوده ولسمشره څخه غوښتنه کوله چي له واک څخه لاس په سر شی، که څه هم له تیرو څو ورځو راپدی خوا دهیواد به مختلفو وړو اوغټو ښارونوکي خلګو به مظاهرو اولاریونونو لاس پوري کړی وو. خو دنن ورځی مظاهره ډیره لویه اولاریون کونکي ډیر په قهرسره راتلی وه چي ځای ځای لاریون کونکو هڅي وکړي ترڅو په ښارکي هوایی پولونه راوغورځوي، لیکن دپولیسو لخوا څخه یی مخه ډب شوه ډیری لاریون کونکی دپولیسو له خوا څخه ونیول شول، یو عیني شاهد چي نه یی غوښتو نوم یی واخیستل شي خبري رسنیو ته ویلي ما ډیری مظاهره کونکي ولیدل چي پولیسو دخپلو زغروالو موټرو په لور کشول، یو بل کس بیا رسنیو ته وویل ما ولیده چي دوه کسه جورنالستان چی دسویس هیواد له خبري اژانس سره یی تړاو درلود دپولیسو لخوا څخه دمظاهره چیانو له منځه راوایستل شول اودخپلو موټرو په لور بوتلل شوه، یوه بله وړوکی ماشومه هم ولیدل شوه چي پولیسو ترلاسونه ټنینګه نیولي وه او کشوله یی، خونوموړي بیا بیاهم ناري وهلي مونږازادی غواړو او دازادي لپاره راوتلی یو. azarbaijan_young_girlدشمالي افریقي اومنځني ختیځ له ولسي ښورښتونو څخه وروسته دا لومړي ځل دي چي دپخواني شوروي اتحاد له ولکي څخه ازاد شوي یو هیواد کي دارنګه ولسي ښورښت راپورته کیږي.
دازربایجان هیواد چي یو اسلامي هیواد دي، نه ملیونه ابادي لري له پخوا څخه لا دلویدیځ له لوري ورباندي نیوکي کیدلي چي هیواد کي یی پوره جمهوریت نده پلي شوی او وګړي یی له پوره ازادي څخه برخه مند ندي، دازربایجان هیواد پراخي ځمکنی زیرمي لري، ډیری دسوند مواد یی اروپایی هیوادونو ته صادریږی، اوپه افغانستان کي دامریکایی فوځونو لاره هم له همدغه هیواد څخه تیریږي.
بخت الرحمن بخت………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x