افغانستان

د ملا برادر اخند په مشرۍ طالب پلاوی اندونیزیا ته روان شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس او په سیاسي چارو کې دطالبانو د مشر مرستیال «ملا براد اخند» د د اندونیزیا هیواد په بلنه د یوه اته کسیز پلاوي په ملتیا جاکارتا ته ولاړ.

د طالبانو سیاسي دفتر ته نږدې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل « د طالبانو پلاوی به له اندونیزیايي چارواکو سره په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمه ییزو هیوادونو د همکارۍ د را جلبولو هڅه وکړي».

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر داسې مهال په رسمي سفر اندونیزیا ته ځي، چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ مذاکرات وروستیو ټکو ته رارسېدلي ښکاري او داسې تمې شته چې دواړه لوري به په نږدې راتلونکې کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو یوې پریکړې ته ورسېږي.

د شنونکو په باور، د سیمې او نړۍ هیوادونه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته واک ته د طالبانو په بیا راګرځېدلو باوري شوي نو ځکه هڅه کوي، وخت ناوخت له هغوی سره خپلې اندېښنې مطرح کړي او د راتلونکې افغانستان په اړه د هغوی پلانونه واوري.

یاده دې وي، چې اندونیزیا یوازېنی هیواد نه دی، چې طالبانو ته یې د رسمي سفر بلنه ورکړې، طالبان تر دې وړاندې چین، روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو ته هم په رسمي سفرونو تللي او د یادو هیوادونو له چارواکو سره د راتلونکي افغانستان په ګډون په ګڼو موضوعاتو غږېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

الله دي د ملابرادر اخند او د ده د ملګرو مل او ملګری سي، ښه او له برياليتوبونو ډک سفر ورته غواړو. د افغانستان د ټولو بې وزلو خلکو مشران همدغه اتل طالبان دي او د ټرمپ او د هغه د زبونو، ټيټو ، افغانيت بايللو ګوډاګيانو پر مخ ورتوکي.

اجمل

دا خو ښه خبر ده چی افغان ملایان د دنیا پیشرفته اسلامی ممالک وګوری او پوه شی چی نړی چیرته او مونږه په کومه سطح کی ولاړ یو. الله د وکړی چی ملا صیب سر خلاص شی او زمونږه خوارو او بیوزلو خلکو لپاره لږ فکر وکړی.

پتنګ

هلکه خوشې لګیا یې ، هغوی طالباندددخپل سیاسي او اقتصادي محیط تابع دي خو دامحیط خو تاسو مردار کړی چې طالب پکشې لوی شوی دی او اوس یې لاس اسلام ته اچولی چې هغه اسلام دغه ټوله چټلي له منځه وړي !!

Karwan

اجمل خانه، د غزني د قرباغ ولسوالي دخلکو او مسجدونو احوال هم يوځل وخله، چه هلته ځه روان دي اوځه تير شوي. دملت او مذهب سره مو ستره دوښمني شروع کړي، الله به جزا درکړي. کاروان

غمی.پښتین

جوړ تازه،
کاروان ته.
روژه کی لکه چه روژی ګنګس کړی وی؟ود نه لیده چه مولوی ریحان ورسره پنځلس کسان د ځانمرګی له ځان سره یوړل؟
او دا د ملت او دین سره څه قسم دوستی وه؟
داسی نه شی لیکلی چه دطالیب برید په جومات باندی هم ناروا دی او د دولت برید هم ناروا دی.
طالیب ته هر څه روا دی؟
نه طالیب غواړو ،او نه د دولت،
هم دولت او هم طالیب د هدف تر لاسه کول لپاره.جومات حجره هیڅ شی هم نه پیژنی

Ahmed

الله ج
مرسته ورسره وکړه ده دوئ له تا ماسواء بل څوک نسته
په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کی ئ برېالی کړه
امېن

مجاهد

اجمل خانه ! څوک چه تر دی کچی حماقت نه لری چه خپل خالق نه پیژنی او نه یی منی ، څوک چه تر دی کچی حماقت ولری چه په مظلوم بشریت بریدونه کوی ، اشغال او استثماروی یی ، همجنسبازی ترویچوی همجنسبازان یی لوړپوړی چارواکی او جنرالان دی هغوی ته تاسی متمدن هیوادنه وایاست او وایاست [ ښه ده چه ملایان متمدنو ته ورشی او سترګی یی خلاصی شی . په داسی حال کی چه دغه ملایانو د نړی تر ټولو لوی ابرقدرت ته د عبرت درس ورکړو سره د دی چه ډیری او موثری وسلی او وسیلی یی… نور لوستل »

Karwan

مجاهد وروره، کور مو اباد، ډيرو ښو ټکيو ته مو اشاره کړي او ښه پوښتنه مو کړي. ما يو ځوموده مخکي همدغه اجمل خان ته بعضي شيان ليکل او په ځواب کي ئي يو ځل ماته وليکل چه زه په هغه بيځياه تورونه لګوم، هغه خو جهاد کړي او خپل دبدن اعضا ئي له لاسه ورکړي او ډير غريب ژوند کوي. نو باور وکړي چه ما ئي خبري قبولي کړي اوله ده نه مي غيري مستقيم معذرت وغوښت. اما اوس زه وينم چه دغه سړي ډير ناوړه تبليفات شروع کړي او دمسلمانانو سره ډيره کينه ښکاره کوي. ددغه سړي ټولي… نور لوستل »

عبدالله

په نن تکی اسیا پانه کی چی حقایق لیکی بس د جاسوس، احمق، دالر خور، بی دینه، غلام، منافق او … خطاب درته کیزی. وه وروره اول دهغه خخه توضیحات واخله، استدلال ور سره وکه، که غلط وی په شه الفاظو یی را وبوله. ددین واقعی داعیان او مدافعین کافر په خوژه ژبه او اسلامی طریقه مسلمانوی خو دلته زینی مبصرین سم مسلمان ته مستقیم یا غیر مستقیم کافر خطاب کوی، مثل بی دینه خطاب کول چاته سه معنی؟؟؟؟ ما کابل کی د معدن وزارت پر کاستر برید غندلی وه چی دا ناروا عمل دی، یوه مبصر راته لیکلی چی… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x