
غزل؛ ثاقب خپلواک
ثاقب خپلواک
یو خمار د مینې راز دی ، د ژوندون کعبه کې ساز دي
خوښ مې روح پرې دحجاز دی،په طواف کې یې اعجاز دی
د مهینو زړو څارګر دی ، مست ملنګ دی جادوګر دی
بېل له ښکلو یې انداز دی، کرامت کې یې اعزاز دی
خوی خصلت یې د ملنګ دی،مستانه بوټې د بنګ دی
مېشت یې مینه کې جواز دی،مستانه سرود د ساز دی
یو مرید دی بل یې پیر دی ،یو باچا دی بل وزیر دی
چې پړ کړې غماز دی ، ده محمود د وخت ایاز دی
سر تر پایه کرامت دی ، یو سیمبول د ریاضت دی
رب ورکړې امتیاز دی ، د دردمنو زړو اواز دی
توجو وړی تر دار دی،خوښ ثاقبه! په ایثار دی
عجیب کېف د ناز او نیاز دی، د منصور غوندي ممتاز دی
ثاقب خپلواک