
غزل؛ حماد ماليار
حماد ماليار
د جانان د خولې خبرې هم خوږې دي
د بلبل مستې سندرې هم خوږې دي
د پيوچار د غـرو کروَړې خـونـدورې
د کونړ د غرو ګورګورې هم خوږې دي
اقتدا د ابراهيم خليل الله کې
له انګار سره ډغرې هم خوږې دي
د سپېـڅـلـي شـهـادت له بـرکتـه
د جهاد تورې او زغرې هم خوږې دي
ځيني خلک د کلدارو غلامان دي
ځيني خلکو ته ډالرې هم خوږې دي
د جانان د چم وګړي خو لا څۀ چې
د جانان د چم ډبرې هم خوږې دي
تورې زلفې زړګی وړي، حماد مالياره!
تورې سترګې ملغـلرې هم خوږې دي
حماد ماليار