افغانستان

حکمتیار: ټاکنې د افغانستان د کشالې یوازېنی حل دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «ګلبدین حکمتیار» وايي، هڅه به وکړي په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي؛ ځکه یوازې شفافي او رڼې ټاکنې دي، چې د افغانستان کشاله حل کولای شي.

حکمتیار چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته یې وینا کوله وویل « شفافي او رڼې ټاکنې ترسره کول او له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل چې د افغانستان خپلواکي تضمینوي، دوه هغه فکټورونه دي چې د افغانستان کشاله حل کولای شي».

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ولایتي شوراګانو او دغزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې باید له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

حکمتیار همدا رزا ادعا وکړه، چې د سولې لپاره یې ګوند هرې بیې ورکولو ته تیار دی ځکه؛ په وینا یې، سوله د هر افغان له لومړنیو غوښتنو څخه ده.

نوموړي وویل « د سولې لپاره باید د طالبانو ټولې مشروع غوښتنې ومنل شي او د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره هیڅ بهانه پاتي نه شي».

حکمتیار ددې تر څنګ په امریکایانو غږ وکړ څو د حزب اسلامي د بندیانو د خلاصېدو مخنیوی ونکړي ځکه دا د حزب اسلامي او کابل حکومت تر منځ د سولې د هوکړې مهم ټکی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

او د انتخاباتو پلونکی سړ‎یه ته او خپل رب چی ته دی انتخاباتو ريښتنی پلوی ئی که وايي چی هو يم د حزب سلامي مرام نامه كي خو د قيادت لپاره هم انتخابات قانوني ماده ده دا 42كاله كي دي ولي ونكړ‎ه او خيټه دي په واچله او كه رښتیا هم د بهرنيو د وتو طرفدار يي نو بيا ورته سلامي په څه شوي ته او خپل رب چی بهرني انډیوالان دی په عذر ښه وزي او كه په جهاد هغه منافق يي د مديني كوم چی خپل خصومت يي د يهودي سره په رسول الله ص نه حل كأوه… نور لوستل »

جميل

بس دا واری به نو ټاکنی شفافی وی او درغلی به پکښی نوی ، ګلبدين به په يوازی سر د درغليو مخه ونيسی .
ګلبدين چی ۲۰۰ کسه لری او هغه يی هم د ځان د ساتنی لپاره پر ځان راټول کړيدی او داچی د د ټوله مصارف او جيب خرڅ امريکايان ورکوی ، څنګه به وکولاشی چی د خپل باس(د امريکا سفير) د خوښی تر کانديد تير شی .
د ګلبدين د پای خبری دا ثابتوی چی د بنديانو واک يوازی امريکا لری او غلام دولت د بنديانو د خلاصيدو کوم واک او اختيار نلری .

مجاهد

ګلبدین جانه د دموکراسی د بیرغ لاندی درغلنی ټاکنی دی د کمونستی بیرغ لاندی د نجیب ګاو سره ولی نه ترسره کولی چه د غنی ګاو سره یی ترسره کوی او زه باور لرم چه نجیب سره دی ترسره کولی نجیب به بریالیتوب او که د غنی سره یی ترسره کوی غنی به بریا ترلاسه کوی . کمونستی او دموکراسی شیطانی فلسفو په حساب تاکنی خو د خلکو خطاایستنه ده د مرسی بیچاره حال ته وګوره یواځی اردګان بریاوی ځکه ترلاسه کوی چه پوستکی یی مسلمان او هدوکی یی د کافرو دی اتلس کاله یی عسکر په افغانستان کی د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x