افغانستان

غزني: د خوګیاڼو ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت مقام وایي، تېره ورځ «پنجشنبه» د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان له دریو دولتي عسکرو سره یو ځای د طالبانو په جګړه کې وژل شوی او پنځه نور عسکر یې ټپیان شوي.

د غزني ولایت درسنیو دفتر په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، سمیع الله پوپل چې د خوګیاڼو ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان دنده یې په غاړه درلوده، له دریو نورو امنیتي سرتېرو سره یو ځای تېره پنجشنبې شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتی ځواکونو ته هغه وخت تلفات اوښتي، چې کله طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ پورې اړوند د دولتي ځواکونو په یوې قرارګاه برید وکړ.

د ولایت مقام ددې تر څنګ ادعا کړې، چې په یادو بریدونو کې یوولس طالبان هم وژل شوي.

بل لور ته طالبان بیا وایي، تېره شپه یې دمرکز اړوند په هغه سیمه چې د خوګیاڼو ولسوالۍ ودانۍ ورته را انتقال شوې وه؛ برید کړی.

د طالبانو په خبره، په برید کې یې د دوو ټانګونو په تخریب سربېره، د قوماندان سمیع الله پوپل په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

د مازدیګر په چي کې لا نورې نخرې دي xxxx جینکۍ ټولې چای خورې دي ! دا چنګیزي څړېدلي برېتو نه اودا تیتو چې دلړم څیره ښکاره کوي له اسلامي او افغاني کلچر سره هیڅ مشابهت نلري او ورڅخه لري دي ! زه دشخصي ازادي پلوي کومه خو که هغه په اسلام او زمونږ اوتاسو افغانانو په کلچر کې تړلې وي . مخکې به ښځو خالونه اېښود ل او اوس یې نران هم ږدي ! زه نو ر څه ووایمه، شهید شه ؟ نه ځکه چې دامریکیانو په دالرو د خپل ملت په خلاف جنګیږي ! نو په جرعت سره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x