افغانستان

جنرال ډنفورډ له طالبانو سره د سولې هوکړې ته محتاطه خوشبيني ښودلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره له ليدو وروسته په خپلو څرګندونو کې له طالبانو سره د سولې راتلونکې ممکنه هوکړې ته له احتياط ډکه خوشبيني ښودلې ده.

جنرال ډنفورډ د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد هڅې ستايلي او زياته کړې يې ده، چې نوموړی په افغانستان کې  د امریکايي پوځيانو د اتلس کلن حضور راهيسې تر ټولو مهم ماموريت باندې بوخت دی او بايد ټول ورته محتاطانه خوشبيني وښيي.

هغه وويل، دی هیله من دی، د امریکا او طالبانو خبرې به د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

جنرال ډنفورډ تېره ورځ په داسې حال کې کابل ته راغلی و، چې ورسره هممهاله د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد هم له يو شمېر مهمو پيغمانو سره کابل ته راغلی او په عين حال کې د کابل او واشنګټن اړيکې هم ترينګلې دي.

ګډ حکومت د سولې له روانې پروسې نهيلی دی او ځان په کې منزوي بولي، خو امریکايي وايي، د سولې په هوکړه کې به ټول لوري بریالي وي.

ټاکل شوې، چې خلیلزاد به په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو، د سياسي ګوندونو له مشرانو او مدني ټولنو له له استازو سره له ليدو وروسته قطر ته لاړ شي او هلته به له طالبانو سره د سولې خبرو اتم پړاو مذاکرات پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

ستاسي فه فكر چی دا خو آخیری فړاو دی زکه طالبانو ویل که چیری دا فړاو داغسی فاته سی نودی به بیادسولی خبروته نه کښینی سنګه ګومان کیږی ستاسو سنګه نظردی.

مجاهد

زه ډانفورد پوره نه پیژنم چه د نظم نوین جهانی غړیتوب که لری بیا خو نه په ادیانو او نه په نکاح عقیده لری چه زه ورته د خدای روی ور دمخه کړم او یا ورته ووایم چه په تادی ښځه طلاقه شی چه د سبټمبر نړیواله فاجعه چه څه کم دری زره بی ګناه امریکایان پکی قربانی شول د چا له خوا او د څه هدف د پاره جوړه شوی وه؟ که دی ځواب راکړی چه هو، دا د القاعدی له خوا جوړه شوی وه القاعدی خو غبرګون دوه ودانی ستاسی په خبره د امریکن ایر لین په الوتکو… نور لوستل »

عمر خالد منګل

محتاطه مطلب بمبارونه چاپی قتل عام، د افغانانو د سر سړی وژل، مسجدونه او مدرسی ورانول په دی ډول خپل شوم مقصد ته ځان رسول.
زما مشوره ده چی کفارو منافقینو دجالانو ته نور وخت ورکول ندی په کار. د افغانستان ولس استازی باید پریکنده فیصله خبره وکړی چی نورو تورو سپینو ته ضرورت نشته که په دریو یا میاشتو کی اووزی لاره درته خلاصه که نه یی منی بیا به په تابوتونو کی ورلیږو د مقاومت همت او غیرت نا بله لار نشته.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x