غزنی : ګډو ځواکونو دوه مسجدونه په بمونه الوزولي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ زمری، ۱۳۹۸ل): تیره شپه امریکايي او افغان خاصو ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کي دروند وحشت کړی ،۲ تنه ملکي وګړي يي په شهادت رسولي او ۲ مسجدونه يي په بمونو الوزولي دي.
له راپورونو سره سم تیره شپه دوولس بجي ګډو ځواکونو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي په څو سیمو کي لکه بیرګټ کلا ،لوګري ، میریاڼي ، مهرودار او خالو خیل کلیو کي عسکر له چورلکو څخه کښته کړل وروسته يي په مختلفو سیمو له ډرون الوتکو او چورلکو څخه دروند بمبار وکړ .
ګډون ځواکونو په مهروردار کلي کي د حاجي دوست محمد په نوم یو تن کلیوال چي فصل کي اوبه لګولي هغه يي له فصل خپل کور ته راوستلي او د کور په مخته يي په ډزو سره شهید کړی دی ، وورسته يي د یاد کلي مسجد په بمونو الوزولی دی .
همدا رنګه د خالو خیلود کلي مسجد يي هم په بمونو الوزولی دی او د شیراحمد په نوم يي یو تن کلیوال په شهادت رسولی دی .
یاد وحشت چي تر سهار پوري روان وو ،د ګڼ شمیر کورونه يي دروازي په بمونو الوزولي او خلګو ته يي پراخ مالي زیانونه اړولي دي .
دوه شپي وړاندي هم ګډو ځواکونو په شپینو عملیاتو كي د قره باغ ولسوالي په کډي سیمه کي ۳ تنه ملکي وګړي په شهادت ورسول، یو مسجد او د سیمي یواځينی کلینک يي په بمونو والوزول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ترين
میلمه
ترين

تاسي د مسجدونو څخه سنګرونه مه جوړوي چې څوک يې بمبار نه کړي.

احمد جان
میلمه
احمد جان

غلامان به هم ستا په شان خبره ونه لیکی ، امریکا، ناتو او غنی ددی خاوری دشمنان دی خاوندان یی نه دی مسجد د مسلمانانو سنګر او د قوماندی ځای دی ددغه مسجد له برکتونو یی ستاسی لوی دجال ته ماتی ورکړی او طالبانو ته په ګوندو شوی تاسی به د هغوی په صف کی پاڅیږی تر دی به نوره بی غیرتی څه وی چه د خبلو خلکو او مساجدو په مقابل کی له امریکا، ناتو او د هغوی له غلامانو دفاع کوی او لا به تاسی خپله غلام غنی دیر ژر به د نجیب ګاو د برخه لیک سره… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

هر سوک چی زموژ مساجد او بی گناه خلگ شهیدانوی، خدای تعالی دی همداسی په وینو رنگ کری.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د نن زمانی کمونستان د کمونیزم او سکولریزم له نوم شرمیږی چه زمونږ ټولنه پشتانه ، تاجک ، ازبک او نور یی د څه بدمرغیو او تباهیو سره مخ کړی ، نو د پشتو په نوم سمبولونه جوړوی ، پشتو نومونه ځآن ته خوښوی چه مسلمان پښتانه خطاباسی . د هغه چه دوی ورته انتحار وایی هغه په اسلامی فرهنګ کی استشهاد دی انتحار د شخصی او نامقدسه اهدالو له خوا او استشهاد د خلکو ، خاوری او خبلواکی د دفاع د پاره ځانونه قربانی کولو ته وایی . روسان به د الله اکبر له وسلی د مرګ تر کچی… نور لوستل »

جاوید
میلمه
جاوید

بوش په اوله ورځ دی جنګ ته د صلیبی جنګ نوم ورکړو یعنی د مسلمانانو په مقابل کی د عیسویانو او یهودانو جنګ . خلیلزاد نظر کی نیول شوی وو چه لمړی جمهور ریس به وی ځکه یی یهودی میرمن ورنکاح کړی وه چه د دروازو شاته جمهور ریسه به برنارد بی بی وی مګر شاهین د کرزی په اوږو کیناست او د هغه میرمن نه یواځی مسلمانه بلکه کلکه پشتنه هم وه . دوهم متفکر ( دوهم جمهور ریس ) ته منتظر وو چه عیسوی یی ورته مخکی له مخکی په نکاح کړی وه غنی د پردی د مخه… نور لوستل »

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

ترینه غلامی مه کوه مسجد داله کوردی ورانول ی روا نه دی غلامی هم حد لری

ترین
میلمه
ترین

غلامان هغه دی جی نه ځنی عالم په کراره دی نه مسجد، نه معلم او نه ډاکتر، نه سرک او نه مسجد.
دا خو زه هم وایم چی مسجد د الله کور دی او هیڅکله یی ما ورانول نه دی رواه بللی مګر تر ## مسجد چی د الله کور دی تاسی ## ولی ځنی سنګرونه جوړ کړی وی چی دا نور ناټو ### یی بیا بمباروی. تاسی او د ناټو ## ترمنځ هیڅ توپیر نسته