ورزش

د سریلانکا ملینګا او د پاکستان عامر له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د سریلانکا کرېکټ لوبډلې نامتو لوبغاړي لاست ملینګا د یو ورځنیو سیالیو سره مخه ښه وکړه چې بل خوا د پاکستان کرېکټ لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد عامر هم له ټیسټ نړیوالو سیالیو سره د مخه ښې اعلان وکړ.

لاست ملینګا نن د جمعې په ورځ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د نړیوالو سیالیو خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه چې په کې یې درې ویکټې واخیستې او لوبډلې ته یې د ۹۱ منډو په توپير بریا هم ورکړه.

ملینګا چې په نړیواله کچه منونکی چټک توپ اچونکی دی د سریلانکا لوبډلې په ګټه ۲۲۶ سیالۍ ترسره کړې چې ټولې یې ۳۳۸ ویکټې اخیستي، نوموړی د نړۍ لومړی توپ اچونکی دی چې په څلورو توپونو یې څلور ویکټې اخیستي او په دوه نړیوال جامونو کې یې هیټریکې ترسره کړي دي.

په توپ اچونه کې پر یارکر مشهور توپ اچونکي ملینګا په ۳۵ کلنۍ کې له یو ورځني کرېکټ سره مخه ښه وکړه، د نوموړي په وینا چې شل اوریزو فارمیټ کې به د لوبډلې استازیتوب ته دوام ورکوي وي، ملینګا لا پخوا په ۲۰۱۰م کال کې له ټیسټ سیالیو سره مخه ښه کړې وه.

بل خوا د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې چپ لاسي غوره توپ اچونکي محمد عامر له نړیوال ټیسټ کرېکټ سره داسې مهال مخه ښه وکړه چې په ۳۰ ټيسټ سیالیو کې په ۳۰ اوسط سره یې د لوبډلې په ګټه ۱۱۹ ویکټې اخیستې دي.

کرکٹ کے روایتی فارمیٹ میں قومی ٹیم کی نمائندگی کرنا امیرے لیے اعزاز تھا — فوٹو: اے پی

محمد عامر د ټیسټ کیريئر په ۲۰۰۹م کال کې د سریلانکا پر وړاندې پېل کړ چې له ۱۴ ټیسټ سیالیو ترسره کولو وروسته په ۱۹ کلنۍ کې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په مشهور لارډز لوبغالي کې د درغلۍ په تور تر ۵ کالو له لوبډلې بهر او په بند محکوم شو.

۲۷ کلن محمد عامر د پاکستان لوبډلې یو له خطرناک توپ اچونکو څخه و، نوموړي له بندیز وړاندې په ۱۴ ټیسټ سیالیو کې په ۲۹ اوسط سره ۵۱ ویکټې اخیستې وې، په ۲۰۱۶م کې نوموړی یو وار بیا لوبډلې ته راستون شو او تر ۲۰۱۹م کال پورې یې ۲۲ نورې ټيسټ سیالۍ ترسره کړې چې په ۳۱ اوسط سره یې ۶۸ ویکټې واخیستې.

محمد عامر پر خپله ټویټر پاڼه د استعفا اعلان وکړ، د پاکستان کرېکټ بورډ وایي چې نوموړی به په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې د خپلې لوبډلې استازیتوب ته دوام ورکوي.

عامر په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې که څه هم په وروستیو ورځو کې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل کړل شو خو په ۲۱ اوسط سره یې د پاکستان لخوا تر ټولو زیاتې ۱۷ ویکټې واخیستې.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close