
ولسمشر په څارنوالۍ کې د درې دوسیو لرونکی سفیر او معین ټاکلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): ولسمشر اشرف غني د نفت او ګاز ادارې پخوانی رییس ولید تمیم چې په لویه څارنوالۍ کې د فساد او د صلاحیتونو څخه د سوء استفادې درې دوسیې لري په دوه مهمو څوکیو باندې ټاکلی دی.
ولید تمیم لومړی په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه پیشنهاد شو او وروسته د عوایدو او ګمرکاتو معینیت سرپرست هم وټاکل شو.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې ولیدتمیم درې د فساد او د صلاحیتونو څخه د سوء استفادې دوسیې لري.
«دغه کس په څارنوالۍ کې څو قضیې لري؛ یوه قضیه یې د اداري فساد په سنګینو جرایمو اړوند وه چې د مستندولو لپاره کشفي مراجعو ته صادر شوی څو هغوی خپل کشفي فعالیتونه په دغه قضیه کې تکمیل کړي او د څېړنو لپاره یې بیا څارنوالۍ ته ولیږي».
خو یوه ورځ تېره نه وه چې د ماليې سرپرست وزیر هغه د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکاتو معین وټاکلو.
د ماليې سرپرست وزیر پر فیسبوک لیکلي وو چې د ولسمشر غني د حکم پر اساس ولیدتمیم به تر هغه د عوایدو او ګمرکاتو معین وي څو په هند کې د سفیر په توګه د هغه اعتمادنامه راشي.
حقوقپوهان وايي هغه کسان چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد پر تور دوسیې لري، د دوسیو تر ختمیدو پورې نشي کولای په دولتي بنسټونو کې وظیفه واخلي. د قضايي اجراتو د ۱۴۵ مادې له مخې تورن شخص د تحقیقاتو پر مهال پر یوې وظیفې نشي ټاکل کیدلای.