
امریکا: پولیسو د طالبانو لیکو ته د تګ په تور یو کس نیولی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو په «جان اف کنډي» هوايي ډګر کې یو کس وروسته له هغه ونیول شو، کله چې امنیتي چارواکو نوموړی د طالبانو لیکو ته په ورتلو تورن کړ.
د «اې بي سي» تلویزون د راپور له مخې، یاد کس چې د هویت په اړه یې بشپړ معلومات لا نه دي خپاره شوي، نیت درلود د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او هلته د طالبانو په لیکو کې ځای په ځای شي.
د راپور په حواله ، تمه کېږي نوموړی نن ورځ د نیویارک محکمې ته وړاندې شي.