نړۍ

د بښنې نړيوال سازمان د سلمان العوده د سمدستي خلاصېدو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه ښکاره کړې، چې سبا يکشنه د سعودي عالم او دعوتګر سلمان العوده د محاکمې بله ناسته کيږي او ښايي د هغه په اړه د اعدام پرېکړه تاييد شي، خو دغه سازمان په ټينګار سره غوښتنه کوي، چې نوموړی بايد له زندانه خوشې شي.

په منځني ختيځ کې د بښنې نړيوال سازمان مشرې څېړونکې ليم معلوف ويلي: «موږ ډېر اندېښمن يو، چې د سعودي محکمه به د سلمان العوده په تړاو د اعدام پرېکړه اعلان او نافذه کړي.»

د مېرمن معلوف په وينا له تېرو دوو کلونو راهيسې، چې سلمان عوده په زندان کې پروت دی، له سختو کړاوونو سره مخ دی، په انفرادي زندان کې اچول شوی، هېڅ ډول حقونه نه ورکول کيږي، له زندانه بهر هم له چا سره اړيکې نه لري او نه هم خپلواکې محاکمې ته لاس رسی لري.

د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی، چې شيخ سلمان العوده بايد سمدستي له زندانه خوشې شي او پر هغه ټول لګېدلي تورونه لرې شي.

د سعودي «عکاظ» ورځپاڼې په وينا لوی څارنوال په تېر سپتمبر مياشت کې د سلمان عوده د اعدام غوښتنه کړې وه او هغه يې په ۳۷ جرمونو تورن کړی و.

د شيخ عوده زوی عبدالله تېره چهارشنبه په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و: «څلور ورځې وروسته د يکشنې په ورځ زما د پلار په اړه سري محاکمه کېږي او لوی څارنوال به په کې د شيخ عوده د اعدام غوښتنه وکړي.»

شيخ عوده د هغو شلو علماوو او دعوتګرو له ډلې څخه دی، چې د ۲۰۱۷ کال په سپمتبر کې د حکومت له لوري د يو شمېر تورنو پر اساس نيول شوي دي.

سلمان عوده ته نږدې سرچينې وايي، د سعودي حکومت له هغه غوښتي، چې په ټولو چارو کې په څرګنده د حکومت د دريځونو ملاتړ وکړي.

نوموړی دوه کاله وړانډې هغه مهال ونيول شو، چې د سعودي او قطر ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي پر مهال يې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي دعا کړې وه، خو حکومت ترې غوښتنه کوي، چې د قطر پر ضد د سعودي ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x