افغانستان

انتخاباتي کمپاینونه سر له سبا پیلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د ولسمشریزو ټاکنو انتخاباتي کمپاینونه سر له سبا رسما پیلیږي.

د انتخاباتي کمپاینونو لپاره ۶۰ ورځې ټاکل شوي او هر کاندید د دې اجازه لري چې تر ۴۴۲ میلیونه افغانیو پورې مصارف وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا محمدعبدالله وايي چې د زمري ۶مې وروسته د انتخاباتي کمپاینونو د پیلولو لپاره هېڅ مشکل نشته دی او نن شنبه به د انتخاباتو اړوند لوایح او دستورالعملونه د کمو تغیراتو سره خپاره شي. د هغه په وینا کاندیدان مکلف دي چې انتخاباتي لوایح او طرزالعملونه رعایت کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسین وايي چې ۹ میلیونه، ۷۶۸زره ۲۸۳ کسانو د رای ورکولو لپاره نوملیکه کړې ده چې تر دې دمه دغه شمېرې نهايي دي او د تصفیې کار یې روان دی.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالر بودیجه تعین کړې چې   ۹۰ میلیونه ډالر د ماليې وزارت ورکوي او پاتې ۲۹ میلیونه ډالرو لپاره امریکا ژمنه کړې ده.

تر دې دمه څرګنده نه ده چې پاتې ۳۰ میلیونه ډالر به د کوم هیواد یا بین المللي سازمان له خوا تامین شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x