
د بریکس هیوادونو وزیرانو له افغان سولې ملاتړ اعلان کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵زمری، ۱۳۹۸ل): د چین، روسیې، هند او برازیل هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله ګډه ناسته کې د «بریکس» د راتلونکې یوولسمې ناستې د رابلل کېدو په تړاو خبرې وکړې او تر څنګ یې د افغانستان د سولې په تړاو له داخلي او نړیوالو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړ.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د بریکس وزیرانو په خپله ګډه اعلامیه کې د افغانستان دننه د مخ په زیاتېدونکي تشدد او خونړۍ جګړې په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې د امنیتي ځواکونو او عامو افغانانو په وړاندې جګړه ودرول شي.
یادو وزیرانو له دې سره، سره ژمنه وکړه چې د افغانانو په رهبرۍ به د سولې له هرې هغې پروسې چې افغانستان ته ثبات او امنیت راوړي ملاتړ کوي او تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې، ثبات، امنیت او اقتصاد د تقویې په برخه کې به خپلې هڅې ورانې ساتی.
د بریکس هیوادونو وزیرانو په خپله مشترکه اعلامیه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ښه توګه د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.