نړۍ

اردغان: د امریکایي جنګي الوتکو پر بدیل غور کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي چې که امریکا پرې F-35 جنګي الوتکې خرڅې نه کړي دوی به یې له بل چا نورې الوتکې واخلي.

امریکا تېره اونۍ ویلي وو چې دوی ترکیه د F-35 جنګي الوتکو له پروګرام څخه وباسي ځکه دوی روسي S-400 د مزایلو دفاعي سستم اخیستی چې د امریکا په باور د دوی لپاره ګواښ دی. امریکا پر ترکیې د بندیزونه ګواښ هم کړی و.

اردغان د امریکا له خوا د F-35 جنګي الوتکو د پروګرام څخه د ترکیې ویستلو په غبرګون کې وویل چې انقره به خپل اړتیاوې پوره کوي.

هغه وویل چې که امریکا F-35 جنګي الوتکې ترکیې ته ورنکړي دوی به نورې جنګي الوتکې له بل چا واخلي.

اردغان په وینا د G-20 په غونډه کې یې دا مسئله د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ سره راپورته کړې او دی تمه لري چې امریکا به د بندیزونو په لګولو کې له منطقه کار واخلي. اردغان وویل چې ترکیه په دې اړه هم فکر کوي چې د امریکا څخه بوینګ الوتکي واخلي یا نه.

اردغان زیاته کړه چې که څه هم موږ F-35 جنګي الوتکې نه ترلاسه کوو خو موږ ۱۰۰ پرمختللې بوینګ الوتکې اخلو او په اړه هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی.

هغه وویل چې «اوس یه بوینګ الوتکه را رسیدله ده او موږ يې پیسې هم تادیه کړي دي. موږ ښه خریدار یو. خو که کارونه همداسې روان وي موږ به پر دې خریدارۍ یو ځل بیا غور وکړو».

اردغان همدا راز وویل چې د S-400 مزایل دفاعي سستم به د ۲۰۲۰ز کال د اپریل په میاشت کې فعال شي.

په عین حال کې روسیه وايي چې که ترکیه ترې SU-35 جنګي الوتکي وغواړي دوی به یې ورکړي.

ترکي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې تر دې دمه يې له روسانو سره په دې تړاو خبرې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x