طالبان به له افغان حکومت سره د ناستې په اړه د عمران خان خبره ومني؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان د امریکا د سفر پر مهال له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ګډې خبري ناستې ته ويلي و، چې اسلام اباد ته له ستنېدو وروسته به له طالبانو وغواړي، چې د کابل حکومت سره د سولې خبرو ته کيني.

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د سياسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان پر طالبانو دومره اغېز هم نه لري، چې د فشار له لارې يې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضرکړي.

د کارپوهانو په وينا طالبان اوس د سيمې په ګډون د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی تېره ورځ په رسمي سفر اندونيزيا ته هم تللی دی.

د افغان چارو پاکستانی کارپوه رحیم الله یوسفزی او د جيو ټلويزون ژورنالېست حامد مير وايي، طالبان د پاکستان له انحصاره وتلي او اوس د قطر له دفتره د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره اړيکې لري.

بل پلو د خبريال ويب پاڼې مشر ميرويس افغان وايي، پاکستان کولی شي، طالبان د خپلو فشارونو له لارې له کابل حکومت سره خبرو ته کينوي.

د جيو ټلويزون نطاق او د چارو شنونکي سليم ساپي له امریکا غږ سره په مرکه کې د میرويس افغان څرګندونې رد کړي او وايي، چې هېڅ افغان د چا د فشار ته ځان نه ورکوي او پاکستان نه شي کولی، چې طالبا په زوره له کابل سره خبرو ته حاضر کړي.

د ساپي په وينا پاکستان يوازې دومره کولی شي، چې طالبان له کابل حکومت سره د سولې خبرو ته تشويق کړي.

طالبانو له تېرې اوږدې مودې راهيسې د سولې په اړه د خبرو لپاره روسيې، چين، ناروې، فرانسې، جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي، خو تر اوسه يې پاکستان ته رسمي سفر نه دی کړی.

په قطر کې د طالبان د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين تېره اونۍ رسنيو ته ويلي و، که پاکستان رسمي بلنه ورکړي، دوی به له عمران خان سره د ليدو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

په واشنګټن کې د سولې څېړنيز مرکز هم وايي، د سولې په برخه کې له پاکستان پورې ډېرې هيلې تړل نه دي په کار.

که طالبان د پاکستان غوښتنه ونه مني، پایله يې څه وي؟

ځينې کارپوهان اندېښنه لري، که طالبان له کابل حکومت سره د ناستې په اړه د پاکستان غوښتنه ونه مني څه به کېږي؟

د چارو شنونکې او خبرياله سحر خان وايي، که پاکستان د طالبانو پر ضد د زور کارولو پرېکړه وکړه، د سولې روانې هڅې به زيانمنې شي او بیا به شل کاله نور دې ځای ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتيا وي او تر ټولو ښه خبره دا ده، چې د افغانستان روانه کشاله د خبرو له لارې حل و فصل شي.

طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان  روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد لومړی د جګړې له اصلي لوري امریکا سره خبرې نهايي کړي او ورپسې به د داخلي ستونزو د حل لپاره له افغان لوري سره خبرې وکړي او تر څو چې له امریکا سره خبرې نه وي شوي، له افغان حکومت سره خبرې بې ګټې او ناشونې بولي.

د افغانستان د چارو امریکايي کارپوه بارنيټ روبين هم وايي، له نږدې شلو کالو جګړو وروسته نړۍ د طالبانو په شرطونو د سولې خبرو ته حاضره شوې او بايد دغه خبرې په همدې روانه طريقه پر مخ ولاړې شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

د سولی خبرو کی د پاکستان نوم یادول د سولی د سبوتاژ او تحریف په معنا ده، د اتلس کاله کیږی افغان مظلوم بی دفاع ولس د پاکستانی پنجابی په تور وژل کیږی. هغه خلک چی په همدی خبره او خره سپاره دی باید اور کی د هندوانو مړو په شان وسوزول شی چی افغان ولس ته ریښتونی سوله راشی. د پاکستان علماء کرام او عوامو د ملیون مارچ په نوم مظاهری روانی دی چی ولی عمران خان د ټرمپ پښو کی ځان وغورځوه د اسلام او مسلمانانو دښمن سره یی د حدمت کولو ټټر ووهه او د مسلمانانو پر… نور لوستل »

عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

نه
عمران خان خپل د پاکستان ولس او علماوو تیرایستلو لپاره د طالبانو سره غونډه کوی تر څو خپل ولس او علماء کرام په دی قانع کړی چی د طالبانو سره خواخوږی لری ځکه په اوس وخت کی ټول ولس د علماء کرامو په نمایندګی په عمران خان پسی راپاڅیدلی دی او د ملیون مارچ په نوم یی لوی لوی مظاهری پیل کړیدی چی ولی د کفارو ته سجدی لګولی او د حدمت وعده د کړی ده.

طاہرخان اسلام اباد
میلمه
طاہرخان اسلام اباد

طالبان بايد چي د پاکستان پر شمول د هيڅ يو هيواد فشار قبول نه کړي او پرځايي د دي چي نور د دوي پر نوم امتيازات واخلي نو دوي دي پخپله افغانانو سره رسمي خبري پيل کړې. امريکايانو د طالبانو په غوښتنه دوي سره مخامخ خبري پيل کړي او امکان دې چې دواړه غارې څه مفاهمت ته ورسي نو هسي هم طالبان وايي چي د راتلونکي په اړه به افغانان پريکړي وې. نو که دريځ دا وې نو زما خيال دي چي طالبان افغانانو سره رسمې خبره پيل کړي.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

گوری ورونو، کله چی جگڕه پر مونژ تپل شوی ده نو طبعی خبره ده چی سوله به هم پر مونژ تپل کیږی او د طالبانو څخه د معجزی تمه مه لری چی گویا کی طالبان به تاسی ته معجزه کوی او هر څه به زموتژ په خوشه روان وی. افغانان سوله غواڔی او سوله مو ارمان دی خو یو نسبی د عزت سوله چی په هغه کی زمونژ اقلا 50 فیسده گټی تامین وی. جگڕه په احساساتو او انگیزو باندی گٽل کیږی او سوله په حوصلو باندی گټل کیږی او حوصله سالم مغز ته ضرورت لری او پرته له احساساتو… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

سوال او پوښتنه دلته ده چی تیر کال په وړکی اختر کی طالبانو ته چا امر وکړ چی افغان دولت سره د دری ورځنی اوربند وکړی او اوس ورته چا امر کړی چی همغه افغان تظامیانو سره جګړه وکړی چی په یو هوټل کی مو ورسره شیریخ وخوړ، موږ باید اقلآ حقیقت ووایو اوس ټول نړی پدی پوه شوی که پاکستان وغواړی په افغانستان کی په یوه میاشت دننه سولی راځی او دایمی اوربند کیږی، کیدای شی ددی سولی لپاره افغان دولت پاکستان د ډیورنډ کرښه په نظرانه کی ورکړی ځکه چی افغان ولس د سولی او سوکالی او آرامی… نور لوستل »

عمر
میلمه
عمر

عمران خان خپله د امریکی پوخ غلام دی دا به کوم سالم عقل ومنی چی افغان ولس د غلام پلار خبره اتلسو کالونو کی ونه منله او اوس د غلام زوی خبره منی. د فتحی بیړی منزل ته په رسیدو ده، ان شاءالله له هغی بعد به عمران خانانو ته ازادی ورکوو او د کفارو غلامۍ څحه به یی خلاصه وو.
عمران خان کفارو ته په خپل هیواد کی عام تام صلاحیت ورکړی زرګونو مدرسی یی وتړلی او علماء حق په کفارو په ډالرو پلوری.

اجمل
میلمه
اجمل

طالبان یی منی، خو مجبور دی چی د عمران خبره په بل شان سره ومنی او هغه دا چی: عمران خان به ورته وایی چی ګوری په ډاګه به وایی چی د عمران خان خبری پر مونږ اثر نلری. پاکستان هیڅکله نغواړی چی افغانستان کی سوله راشی، په افغانستان سوله د پنجاب تباهی ده. همدا نن پاکستان په همدی بزنیس کی ۱۲۵ میلیونه ډالر له امریکی نه تر لاسه کړل. طالبان پاکستانیانو ته غټه وسیله د درآمد ده کله به یی هم له لاسه ورنکړی. غنی غلام د امریکی، طالب بیا غلام د پاکستان په الله پدی کی دروغ وی.… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه .
د خبریال ډات کام په حواله.طالیب لوړ پوړی مشر عباس ستانکزی خپله لور عبدالله ستانکزی ته چه دولتی لوړ مشر (اداری اصلاحاتو ریس)دی واده کړه.
نور عمران خان دغو ته ضرورت نشته،د طالیب دښمنی له دولت سره په دوستی بدله شوه. سوله هم زر کیدونکی ده،دولتی کارکوونکی چه ټاپی خوړلی وی ،بیرته واپس وګرځیدی.

جميل
میلمه
جميل

دا منو چی پاکستان د امريکی دوست هيواد دی او پدی جګړه کی يی هم د امريکی پلو نيولی ، خو عمران خان په وارو ويلی چی اسلام ته به هيواد نيژدی کړی او له امريکی نه به ځان آزاد کړی ، دا که دی درواغ هم ووايی ، ژبه خو خوځولای شی چی ډيری نور دا هم نشی کولای . که عمران خان پوه شی همدا يی وخت دی چی طالبانو ته د وروری لاس ورکړی او د احسان قدر يی وکړی . د امريکا د نظم نوين مفکوره هم کمونسټی مفکوری غوندی د همدی افغان غيرتی ولس په… نور لوستل »