
غزني: د طالبانو موټر بم برید د اوبند ولسوالۍ مرکز له خاورو سره برابر کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): نن سهار د غزني ولایت په اوبند ولسوالۍ باندې د طالبانو موټر بم برید درنه مرګ ژوبله یې تر شاه پري اېښې او د یادې ولسوالۍ مرکز له خاورو سره برابر کړی.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د الفتح عملیاتو په جریان کې تیره شپه د غزني ولایت د اوبند ولسوالۍ په مرکز د اسلامي امارت د استشهادي کنډک لخوا ستر فدايي برید ترسره شو، دغه کاري ګوزار د اتل فدايي مجاهد ملا عبدالجلیل هلمندي لخوا د مازدا موټرپه وسیله چې خورا درانه منفجر په مواد په کې ځای پرځای شوي وو ترسره شو.»
مجاهد وړاندې زیاتوي «په برید سره چې د ولسوالۍ د ودانۍ او مرکز په منځ کې ترسره شو، د اوبند ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ بشپړه له منځه یوړل شوه، په پيښه کې د دښمن ۲ هاموې ټانکونه، ۳ رینجر موټر او خورا ډيره وسله اومهمات له منځه وړل شوي دي.»
د مجاهد په قول، د اوبند ولسوالۍ مرکز او امنیه قوماندانۍ په همدې یوه ځای کې موقیعت درلود او دواړه له منځه وړل شوي.
د غزني اوبند ولسوالۍ مرکز په فدايي برید کې بشپړ له منځه لاړ د ولسوال او قومندان په ګډون ۳۹ مړي او ټپيان را ایستل شوي ګڼ شمیر نور لا تر خاورو لاندې https://t.co/wjCqRRlepH pic.twitter.com/l20TLEvcC0
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 27, 2019
بل لور ته د غزني ولایت مقام یاد برید تائیدوي او په خبره یې، په پېښه کې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ د ودانیو د تخریب تر څنګ «۳» امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.