افغانستان

طالبانو پاکستان کې د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د کاروبار په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د پاکستاني رسنيو هغه راپورونه رد کړي، چې د دوی پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په کراچۍ او نورو ښارونو کې د ځمکو او کورونو د پېر او پلور کاروبار کاو.

پاکستاني رسنيو د فيدرالي څېړنو ادارې «ايف ای اې» په حواله راپور ورکړی، چې ملا اختر محمد منصور په دوو مستعارو نومونو په کراچۍ کې د کورونو او ځمکو د پېر او پلور کاروبار کاو او دغه جايدادونه اوس د حکومت له لوري ضبط شوي دي.

د ايف اي اې د راپور له مخې ملا اختر محمد منصور د ولي محمد او ګل محمد په نوم کاروبار کاو او دغه کاروبار د عمار بن ياسر په نوم شخص له لوري اداره کېده.

عمار بن یاسر د طالبانو د سياسي دفتر غړی دی او له ۲۰۱۲ کال راهيسې په قطر کې اوسېږي.

طالبانو دغه راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، سره له دې، چې دا ډول کاروبار هېڅ قانوني ستونزه نه لري، خو په وينا يې د دوی پخوانی مشر د خپلو رسمي بوختياوو له امله داسې کارونو ته وخت نه درلود او نه يې پاکستان کې هېڅ ډول کاروبار کړی دی.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، داسې مجهول راپورونه د مرحوم ملا اختر محمد منصور شخصيت ته هېڅ زيان نه شي رسولی او هېڅوک بايد د داسې راپورونو په خپرولو د دوی د مشرانو شخصيتونو ته د زیان رسولو هڅه ونه کړي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، څوک، چې د افغانستان سولې کې د مرستې هوډ لري، هغوی بايد د دوی د مشرانو شخصيتونو ته د زيان رسولو هڅه ونه کړي.

ملا اختر محمد منصور په ۲۰۱۶ کال کې د بلوچستان دالبندين سيمه کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په برید خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

کله چی کفار په يو اسلامی هيواد کی منګولی ټينګی او ښخی کړی بيا نو تر ډيره په يو نه يو ډول هغوی ته تاوان پيښولای شی لکه پاکستان . عمران خان وايی چی طالبان به دعوت کړم او د سولی په اړه به خبری ورسره وکړم ناخبره لدی چی دی پر خپل هيواد لا پوره حاکميت نلری ، ميډيا او نور کفر پلوی هيوادوال يی غواړی سوله سبوتاژ کړی او عمران خان يوه بويناکه مُلی وښيی ، داچی عمران پخپل هيواد کی پوره واک نلری طالبانو کرامو ته به څه وزن ولری . که شهيد ملا منصور په تجارت… نور لوستل »

Ahmed

اي اېس ائ
خو باېدخپل معنوی پلار. ټرمپ ته ته ېو څه فعالېت وشئ
که په دروغو هم وی
ده دهغه پلار خوشحاله کول دوئ ته ‌‌‌‌‌‌ډير اهمېت لرې

عمر خالد منګل

سپی د غاپی کاروان به تیریږی سولی به راځی منافقین او د ټرمپ غلامان د سوزیږی اوس نور څه ورپاتی نه دی په تهمتونو یی شروع وکړه.
د سولی د ګډوډی هڅی او افغانان په یو بل باندی بی باوره کوی ویښ او بیدار اوسی افغانانو وروڼو د تورو منافقینو په تورو دسیسو غلط نشی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x