ورزش

د انګلستان پر وړاندې د ایرلینډ ټوله لوبډله په «۳۸» منډو وسوځېدله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د انګلستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې د ایرلینډ لوبډله د هدف بشپړولو پرمهال یوازې په «۳۸» منډو وسوځېدله.

د ایرلینډ لوبلې بشپړ لوبغاړي هغه مهال په ۳۸ منډو وسوځېدل چې د انګلستان لخوا یې ټاکلی ۱۸۲ منډې هدف بشپړولو تکل کړی و.

په یاده یوازینۍ ټیسټ لوبه کې چې د انګلستان په تاریخي لارډز لوبغالي کې ترسره شوه لومړی توپوهنه انګلستان لوبډلې ترسره کړه، چې ټوله لوبډله یې د ایرلینډ غوره توپ اچونې په مرسته یوازې د ۸۵ منډو په جوړولو وسوځېده.

دا له نړیوال جام ګټلو وروسته د انګلستان لومړۍ سیالۍ وه چې له سخت فشار سره مخ شوه، ددوی په ځواب کې ایرلینډ لوبډلې ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

انګلستان په دویم وار توپوهنه کې ۳۰۳ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه، خو د کریس ووکس (۶ویکټې) او سټیورټ براډ (۴ویکټې) په زړه پورې توپ اچونې سره د ایرلینډ لوبډلې ۸۷ کاله وروسته د ټیسټ کمې منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ ټوله لوبډل په «۳۸» منډو وسوځېدله، ددوی لخوا یو لوبغاړي له لسو زیاتې خو نورو ټولو کمې منډې جوړې کړې او د ۱۴۳ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

پر ایرلینډ جوړ شوي ریکارډونه:

ایرلینډ لوبډله له ۱۹۰۲م کال وروسته یوازینۍ لوبډله ده چې په ټيسټ پاڼۍ کې یې تر ټولو کم توپونه وهلي دي، دوی په دغه سیالۍ کې یوازې ۹۴ توپونه ووهل، له دې وړاندې په ۱۹۲۴ کې سویلي افریقا ۷۵، په ۱۸۹۶ کې سویلي افریقا ۹۴، انګلستان په ۱۹۰۲ کې ۹۴ او اوس ایرلینډ په ۲۰۱۹م کې ۹۴ توپونه لوبولي.

ایرلینډ لوبډلې په ټیسټ لوبه کې په کمو منډو جوړولو اووم ځای خپل کړ،  دوی یوازې ۳۸ منډې جوړې کړې، له دې وړاندې سویلي افریقا په ۱۹۳۲م کال کې د استرالیا پر وړاندې ۳۶ منډې جوړې کړې وې، د ټیسټ لوبې په یوه پاڼۍ کې د تر ټولو کمو منډو ریکارډ د نیوزیلند لوبډله سره دی چې په ۱۹۵۵م کال کې یې ټوله لوبډله په یوازې ۲۶ منډو سوځېدلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x