افغانستان

هرات کې پولیسو جعلي «امام زمان» نیولی

د هرات ولایت په مرکز کې ددې ولایت د «حج او قافو» ریاست مسئولینو د پولیسو په مرسته هغه کس نیولی چې دمونه او دعاګانې به یې کولې او ادعا یې کوله نوموړی «امام زمان» دی.

دغه کس چې اصل نوم فرید علی ولی اللهی نن ورځ په هرات کې د «خبریالانو» په کوڅه کې د ملي امنیت او پولیسو په مرسته د حج او اوقاف وزارت د مسئولینو په شتون کې نیول شوی.

هشت صبح ورځپاڼه د هرات ولایت د حج او اوقافو د رئیس «سید محمد شیرزادي» له قوله لیکي « دې شخص ادعا درلوده چې له مېږیانو ورسره خبرې کوی او بیمارانو ته شفاء بخښي، د نوموړي ددې فریب له امله زیاتې مېرمنې ده ته د دعاء غوښتلو لپاه ورتلې».

شیرزادي زیاته کړه « نوموړی په یوه داسې غیرمناسب حالت کې د پولیسو لاسته ورغلی چې حتی پرتوږ یې هم نه درلود».

د حج او اوقاف ریاست د مسئولینو له قوله، نیول شوي کس ادعا درلوده چې له مرغانو او ونو سره هم خبرې کولای شي.

د هرات ولایت د والي ویاند «غلام جیلاني فرهاد» یاده پېښه تائيدوي او په خبره یې، یاد کس د خلګو د پرلپسې شکایتونو په اساس نیول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x