افغانستان

طالبان: د امریکا له معقول دريځ سره د سولې هوکړې ته رسېدل اسانه کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، که امریکايي ديپلوماتان له دوی سره د مذاکراتو پر مهال معقول دريځ غوره کړي، د سولې هوکړې ته رسېدل به اسانه شي.

د امریکا «سټارس اينډ سټرايپس» ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند محمد سهيل شاهين له قوله ليکلي، په تېرو اوو پړاوونو کې يې له امریکا سره مذاکراتو کې مهم پرمختګونه کړي او که امریکايي استازي له معقول دريځه کار واخلي په راتلونکي پړاو کې دواړه لوري په اسانه هوکړې ته رسېدلی شي.

د شاهين په وينا دوی پر خپل دريځ ولاړ دي او تر څو چې يو بهرني پوځي هم په افغانستان کې پاتې وي، دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړی وايي، د زرګونو او يوه امریکايي پوځي حیثيت دوی ته یو دی او هېڅکله به پر خپله خاوره د بهرنيو پوځيانو حضور ونه مني.

ښاغلي شاهين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره د سولې په اړه په ناستو او خبرو بوخت دی.

په عين حال کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ هم تېره ورځ په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره له ليدو وروسته ويلي و، چې ټول لوري بايد له طالبانو سره ممکنه کېدونکې هوکړې ته له احتیاطه ډکه خوشبيني وښيي.

ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو، د سياسي ګوندونو له مشرانو او مدني ټولنو له استازو سره له ليدو وروسته قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره به د مذاکراتو اتم پړاو خبرې پيل کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ګران او دروند شاهين :« د شاهين په وينا دوی پر خپل دريځ ولاړ دي او تر څو چې يو بهرني پوځي هم په افغانستان کې پاتې وي، دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. نوموړی وايي، د زرګونو او يوه امریکايي پوځي حیثيت دوی ته یو دی او هېڅکله به پر خپله خاوره د بهرنيو پوځيانو حضور ونه مني.» دغه خبره د ټول افغانستان خلک کوي . له يوشمېر وطن فروشانو او جنايتکارانو پرته د افغانستان هر وګړی له ګران هیواد افغانستان څخه د اشغالګرو او جنايتکارو امريکايي پوځيانو وتل او د پردو عدم مداخله غواړي. که نه هر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

که امریکایانو کی معقولیت وی او مظلوم بشریت یی نه ځورولی او نه وژلی نو زمونږ هیواد یی ولی اشغالوو زمونږ هیواد خو څه ټوله نړی کی د امریکا له تاسیس یعنی دری سوله کاله کی یی په دوه سوه هیوادو جنګ او اشغال کی شکیل شوی او په دی اشغالو یی هم زړه یخ نه دی په همدی موازی دوره کی یی په عراق ، یمن ، سومالیا، لیبیا، یوګوسلاویا او داسی نو رو هیوادو بریدونه وکړل او ځینی یی اشغال کړل . امریکا کی اصلی حکومت د ښکاره ریسانو په لاس کی نه بلکه د نظم نوین جهانی… نور لوستل »

اجمل

تر پرونه د مولانا سمیع الحق لښکریان ول اوس د عیس (ع). د مشرف خبری دی ندی اوریدلی چی وایی: یی طالبان مرا هیرو هی. حقانی مرا هیرو هی. اوس د عیسی ع لښکر شول. عجیب خلګ یی . ### پدی فکر او عقیده. د عیسی ع لښکر داسی ### نوی لږ دی عقل پکار واچوه. والسلام

جميل

د محترم همت صاحب او د محترم بيانزی صاحب د ايمان او دغيرت ډکو تبصرو په پوره تائيد سره . که مونږ د اسلامی امارت د ټولو محترمو استازو و خبرو او ويناو ته ځير شو د يوه څخه به هم داسی څه وا نه ورو چی په هغه دی خدای مکړه مونږ ټيټ شو خو برعکس د هر يوه په خبرو د سرلوړی او بهادری احساس کوو ، اطمينان او د زړه قوت مو نور هم ډيرشی، دا خو لا د دی مخلصو کرامو ډيپلوماټان دی د عمل او د ميدان فدايانو ته يی ځير شی اور په خوله… نور لوستل »

احمد خان

فکر کوم دا به سمه وی چه د شځینه جنګ په ځای په مسایلو وږغیږی دلایل ووایاست ، د اسلام جغرافیاوی بولی کلیمه طیبه ده ، مولانا سمیع الحق د ټولی اسلامی نړی لوی عالم دی طالبان د ټولی اسلامی نړی علماوو ته درناوی لری او توصیی یی اوری او تعقیبوی ، ستاسی لوی باداران بوش ، اوباما، ترمپ او دناتو مشران ، غنی او کرزی غلامان دی ، تاسی یی کمشن کاری کوی مګر د افغانستان مظلوم او مجاهد اولس قضاوت کوی هغوی احمد او محمود ښه پیژنی ډیر ژر به د طللبانو له ویری اوږده ږیره پریږدی او… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x