روغتیا

د اپنډیکس عملیاتو پرځای ډاکټرانو د یوې انجلۍ پښتورګی ویستلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان ایالت په کوټه ښار کې ډاکټرانو د اپنډیکس عملیاتو پرځای د یوې ۱۳ کلنې انجلۍ پښتورګی له عملیاتو وروسته غلا کړی دی.

د پاکستانۍ ورځپاڼو د راپورونو سره سم د کوټې په یوه ځایي روغتون کې ډاکټرانو د پنجګور اوسیدونکي محمد طاهر لور چې د اپنډیکس ناروغه وه د عملیاتو پرمهال د پښتورګي عملیات ترسره کړي دي او یو پښتورګی یې ترې ویستلی دی.

د انجلۍ پلار وایي چې ډاکټرانو د پښتورګو عملیات او ویستلو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو ویل شوي دي چې ډاکټرانو د پخواني اپنډیکس عملیاتو ځای پاکوالي لپاره د پښتورګي عملیات ترسره کړي دي.

د اپنډیکس عملیات چې کله تر څو ساعتو دوام وکړ نو په اړه یې د ماشوم پلار له عملې وپوښتل، په ځواب کې ورته وویل شول چې ددې یو پښتورګی د عملیاتو پرمهال له منځه تللی دی.

ډاکټرانو د ستونزې پټولو لپاره انجلۍ ته د بې هوښئ درمل ورکړي چې تر دوه ورځو پورې انجلۍ بې هوښه پاتې شوې ده، په دې لړ کې «ډاکټره عالیه هاشمي» چې د پښتورګي عملیات یې ترسره کړي د رسنیو پرمخ له پوښتنو ځوابولو پرته روغتون پریښی او وتلې ده.

د انجلۍ پلار وایي چې تر دې دمه د خپلې لور تداوۍ لپاره له جیبه لګښت ورکوي، نوموړي له پاکستان حکومت غوښتي تر څو د ناروغ لګښت ورکړي او د مسوول ډاکټرانو پر وړاندې په راتلونکو کې د داسې پېښو مخنیوي لپاره سخت ګام پورته کړي.

د یادې پېښې په اړه د پلټنې کمیټې جوړه شوې چې اوس یې ناروغ د درملنې لپاره د بلوچستان روغتون ته استولی دی تر څو په سمه توګه تداوي ترسره کړي.

د کمیټې غړو پریکړه کړې تر څو په حقایق او ثبوت موندلو سره د ډاکټرانو او روغتون پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي او یادې اغیزمنې شوې کورنۍ ته عدالت او انصاف ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x