نړۍ

د طالبانو مرستیال مشر د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر سره ولیدل / انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره پلاوي چې دا مهال د اندونیزیا په سفر تللي دي، هلته یې ددغه هیواد مرستیال ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیرې او ګڼ شمیر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو د پلاوي یوه غړي وویل چې دغه ناسته نن تر سره شوه چې په کښي د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره تللي پلاوي ګډون کړی وو.

د اندونیزیا له لوري د دغه هیواد د ولسمشر مرستیال «یوسف کالا» او د بهرنیو چارو وزیرې «ریتنو لیستاري» په شمول ځینو نورو لوړو پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

د ناستې وروسته د طالبانو پلاوی ته د لومړي مرستیال له لوري میلمستیا هم شوې وه.

د طالبانو په پلاوي کې د ملا برادر اخوند سره مولوي عبدالسلام حنیفي، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي امیر خان متقي، ملا عبدالحق وثیق، ملا نورالله نوري، محمد سهیل شاهین او مولوي سید علي ګډون کړی وو.

د پلاوي یوه تن ګډونوال نن ټکی اسیا ته وویل چې د انډونیزیا له لوري د طالبانو دروند استقبال وسو او دواړو لوریو د افغانستان د سولې تر څنګ پر ګڼو نورو موضوعاتو او د اسلامي امت د یوه موټي کیدو پر اړتیا بحث وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ګڼ شمیر اسلامي او سیمه ییزو هیوادونو د طالبانو سره اړیکې پراخي کړي او طالبان د یوه رسمي جهت په حیث د منلو تر څنګ د هغوی سره د افغانستان پر راتلونکې او د مشترګه ګټو پر موضوعاتو بحثونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

الحمدلله ماشاءالله، الله مو له بدو سترګو وساته.
ټولی دنیا مخ ته یی ښکلا ورکړی ده ټول مسلمانان پری ویاړی.

Ahmed

الحمدالله رب العالمېن

جميل

الحمدلله ثم الحمدلله
پاک الله(ج) مو په هر ډګر کی بريالی لره ، نه يوازی د ګران افغانستان بلکه د ټولی نړی د موئمنينو سترګی وتاسوته دی او په بريا مو خوشحاليږی ، مونږ مو يوازی په ليدو من من غوښه اخلو .
د کابل د غلامانو به زړونه چاودلی وی .

اجمل

قطر دفتر لکه چی بیا خالی شو؟ اوس به بیا یو پیره دار پکی پاتی وی او بس. ښه خبره ده چی ټول تللی الله د وکړی چی طالب ملایان د اندونیشیا د ملک پیشرفت او ترقی وګوری او په آینده کی کچیری الله کول ملایان سیاست ته راغلل او حکومتداری یی شروع کړه بیا همداسی د یوه پیشرفته افغانستان لپاره کار وکړی. یو سوال: ولی طالبان له پیشرفته او مترقی افغانستان څخه ویره لری؟ آیا د مدارسو علوم کولای شی چی یو ملک ترقی او پیشرفت ته ورسوی؟ فکر کوم هیڅ کله نه. الله (ج) فرمایی. … و هوالذی… نور لوستل »

وحيدالله

اجمل صاحب داسې ښکاري لکه چې ټول عمر دې په نکټاي کې مکتب ويلئ تاسو خو سوالونه ډير وکړل زه تاسو نه يو څو سوالونه کوم که اجازه مووي ۱ آيا ويلئ شئ چې طب اول ځل چا ايجاد که او کوم علوم يې کړي وه همدارنګه هندسه،الجبر،رياضی او اول ځل لپاره روغتون يا ستاسو په اصطلاح د hospital بنسټ چا کیښود او د څه لپاره ۲ لومړي ځل لپاره پولیس چا منځ ته راوړي او کوم علوم يې کړي وه ۳ د بیروزګارو،کونډو او يتيمانو لپاره د بیت المال ځخه تنخوا ټاکل چي تاسو ورته سوسيال واي کوم علوم… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه،او ښه وخت،
وحید الله صاحب ته.
تیر وخت پریږده ،اوسنی وخت زه دوه پوښتنی در څخه کوم.
اول پوښتنه، د بوشکی ماینونه چا اختراع کړل؟پرون یی هم پنځوس کسان تر حلق تیر کړل،
دوهمه پوښتنه،ځانمرګی چا رواج کړل؟
کومی اختراع ګانی چه تاسو محترم ښودلی دی،هغه اصلی علماوو کړی،نه ځانمرګیو.

استاد اريوبى

يا ربه !!
ته د دوى دا تګ د اسلامي نړۍ د يووالې سبب وګرځوه . چې له ختيځ څخه تر لويديځ پورې ټوله اسلامي نړۍ او مسلمانان د هوسا ژوند خوند وويني

اجمل

مونګه خو اسلامی امارت لیدلی وه څه خوند خو یی نه درلود، دوی ته به څه امید وکړی بیابه د یوه تلیفون کولو لپاره پاکستان ته منډی وهو.

مجاهد

وحیدالله صاحب ته سلامونه او نیکی هیلی !! په اجملانو وخت مه ضایع کوه، هغه انګریزان چه پشتو یی زده کړی، او لا د انګریزانو ژباړن ماشین دی د یو انسان په شان معنوی فزیکی شتون نه لری. دوی د رسنیو کمیشن کارانو ته بس یوه خبره په غوږونو کی کیښودل شوی هماغه تل تکراروی ، تر څو مسلمانان بی حوصلی کړی د دوی هغه مسلمانان دی چه د اسلام او حقایقو په اړه کمه مطالعه او څیړنی لری یعنی ساده مسلمانان چه زمونږ د هیواد اکثریت دی د خطا ایستنی هڅی لری هغوی چه بوهیږی د دوی به ضد… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x