خبرونه

روزګان: د پوليسو او عسکرو ترمنځ جګړه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې «انځورونه»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): په روزګان ولايت کې د پوليسو او عسکرو ترمنځ جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون يوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روزګان امنيه قومندان خطاب خنجري خبريالانو ته ویلي دي چې پيښه د ګارنيزيون د عسکرو او پولیسو ترمنځ په امنيتي ليکو کې د کم عمره هلکانو په سر رامنځته شوه چې تر دوو ساعتونو پورې يې دوام وکړ.

هغه وويل چې د جګړې پر مهال درې پوليس او يو د اردو عسکر وژل شوی او د دويم کنډک د قومندان همايون غرني او د کنډک د جنايي امر په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي هم دي چې درې په کې ولسي وګړي دي.

د يادونې وړ ده چې په امنيتي ليکو کې د کم عمره هلکانو په تړاو تر دې وړاندې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې په امنيتي ليکو کې قومندانان په کم عمره عسکرو بچه بازي کوي او ناوړه جنسي اړيکې ورسره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x