کوچنیان مو له ځیرک مبایل څخه لرې وساتئ!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د بریښنایي توکو استعمال په بې سارې ډول زیات شوی دی چې کوچنیان هم ورته په پراخه کچه لاسرسی لري، پوهان وایي چې تر «۲» کلنۍ پورې مو کوچنیان په بشپړه توګه له بریښنایي توکو لکه ځیرک مبایل، ټابلیټ، کمپیوټر یا لیپټاپ څخه لیرې وساتئ ځکه چې دا راتلونکي کې ددوی روغتیا ته ستر ګواښ ثابتیږي.

د کوینز لینډ عامې روغتیا پوهنتون پروفیسر «لیه ټوت» وایي چې دا به د هغه والدینو لپاره ډیره ګواښونکي ثابت شي چې له ۲ کلنۍ نه کم عمره کوچنیانو مخ ته د مبایل استعمال کوي، د نوموړي په وینا کوچنیانو ته د مبایل سکرین مخامخ کول ناسمې پایلې لري.

د د ملګرو ملتونو روغتیایی سازمان او بېلا بېلو څیړنو په وینا چې تر ۲ کلنۍ کم عمره ماشوم لپاره د مبایل اسکرین ته کتل سخت زیانمن دي او ددوی په وده کولو کې ستونزې رامنځته کوي، باید په دې لړ کې والدین خپلو کوچنیانو ته جدي پاملرنه وکړي.

په نن سبا کې والدین د کوچنیانو د ارامولو لپاره تر ډیره په مبایل د لوبو ګیم یا ویډیو غږوي چې د مبایل د سکرین شعاوې ددوی پر سترګو او مخ لګیږي، له کبله یې په روغتیا جدي اغیز کوي او ددوی د ذهني ودې مخه نیول کیږي.

د پوهانو په وینا که څه هم د مبایل استعمال د کم عمره او زیات عمر لرونکو لپاره ستونزې موندلی شي خو که چیرې کوچنیان په ورځ کې تر دیرشو دقیقو د مبایل یا بل بریښنایي توکي استعمال وکړي ددوی عادت جوړیږي او په تکراري ډول کولو سره دوی د چاغوالي، ذهني کمزورتیا، سترګو ناروغي؛ وده کول او د طبیعي وړتیا نشتوالي سره مخ کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د