بلوچستان: دسړک جوړونکو مزدورانو پنډ غالی تر برید لاندي راغي

تیره شپه ناوخته د نامالومو وسلوالو له لوري ورباندی وسلوال برید وشو چي نتیجه کي یی محمد بخش او ساجد وژل شوی، حمید، جان خان او رب نواز سخت ژوبل شوي دي، زوبل شوي کسان نژدی روغتون ته وړل شوي دي او امنیتی چارواکي دبرید کونکو دنیولو په لټه کیدي، خو تر اوسه پوري دپیښي په تړاو نه څوک نیول شوي اونه هم چا دپیښی پړه په غاړه اخیستي ده، چارواکي وایی وژل شوي کسان دپنجاب ایالت اوسیدونکي وو.
په بلوچستان کې اکثره وخت پنجابیان د بلوڅانو له خوا په نښه کيږي..
بخت الرحمن بخت……………..نن ټکی اسیا